د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

افغانستان کې پر بشري حقونو له کم شمېر تېري کوونکو سره حساب شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون چهارشنبې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپلې ادارې کلنۍ رپوټ وړاندې کړ.

کري په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د بشري حقونو د وضعیت د څرنګوالي په اړه دا رپوټ د پراخو څېړنو پر اساس جوړ شوی او د امریکا حکومت ته معتبر دی.

جان کري څرګنده کړه چې د امریکا په ګډون د نړۍ ټول دولتونه د دې رپوټ په رڼا کې د خپلو وګړو د بنیادي، انساني حقونو لپاره موثرې هڅې کولای شي.

په رپوټ کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې د تشدد پراختیا، پر ملکي وګړو او په ځانګړي ډول پر حکومتي مامورینو د وسله والو حملو، په زندانونو کې شکنجې او د زندانیانو پر حقونو تېري د اندیښنې وړ وضعیت رامنځ ته کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي:

"تېر کال په افغانستان کې په عمومي ډول، د قانون حاکمیت ته پام نه دی شوی، پر بشري حقونو له کم شمېر تېري کوونکو سره حساب شوی او د ښځو او نجونو په وړاندې تبعیض او د هغوي پر حقونو تیری جاري وو."

راپور: تېر کال په افغانستان کې په عمومي ډول، د قانون حاکمیت ته پام نه دی شوی.
راپور: تېر کال په افغانستان کې په عمومي ډول، د قانون حاکمیت ته پام نه دی شوی.

د دې وزارت رپوټ وايي چې تېرکال د افغانستان حکومتي ځواکونو په زیاتو مواردو کې له محاکمې پرته قتلونه کړي دي.

په افغانستان کې د "اخلاقي جرم" په نوم ځوانې ښځې او نجونې زنداني او شکنجه شوې دي.

رپوټ همداراز د افغانستان د زندانونو ناوړه حالت، په زندانونو کې شکنجې، د عدلي سیسټم کمزورتیا، په حکومتي ادارو کې مالي فساد، د بیان او مذهب ازادي محدودول او د قانون تر پښو لاندې کول هغه عمده ستونزې بللې چې په دې هېواد کې یې د انسانانو پر ابتدايي، بشري حقونو تیري ته لاره هواره کړې ده.

جان کري وايي:

"د امریکا متحد ایالات د شکنجې هر ډول، که د یوه حکومت یا غیر حکومتي ډلې له لوري وي، په هر حالت او هر شکل غندي. زموږ د کانګرس دواړو ګوندونو تېرکال، د قانون په تصویبولو یو وار بیا له شکنجې سره خپل مخالفت اعلان کړ. دا هغه سټنډرډ دی چې موږ یې پر نورو د منلو ټینګار کوو او موږ یې هم باید عملي کړو."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې رپوټ کې ویل شوي چې تقریباً ټوله نړۍ د کمزورې حکومتدارۍ له امله له بحران سره مخامخ ده.

په رپوټ کې څرګنده شوې چې زیات حکومتونه او ان غېر حکومتي سازمانونه د مدني ټولنې د فعالیت د مخنیوي هڅې کوي، د مطبوعاتو او انټرنټ ازادي ته محدودیت جوړوي، د سیاسي مخالفینو ږغ غلی کوي او په ځیني مواردو کې خلک وژني او بې کوره کوي.

جان کري وویل، هغه هېوادونه چې حکومتونه یې د ښځو او اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې کوي او د خلکو سیاسي ازادي محدودوي د هغو په پرتله کمزوري او کم ثباته دي چې ټولو وګړو ته یې، له تبعیضه پرته د ژوند امکانات برابر کړي دي.

جان کري زیاته کړه:

"پردې خبره ټینګار کول مهم دی چې زموږ دا رپوټ چې نن خپور شو او هغه چې مخکې خپاره شوي، که هر څومره پنډ دي په ټوله نړۍ کې د خلکو د انساني وقار او ازادۍ د پراختیا لپاره زما د ادارې د کار یوه کوچنۍ برخه څرګندوي. بشري حقونه له هر هېواد سره زموږ د اجنډا برخه ده."

جان کري هغه حکومتونه وغندل چې د بیان ازادي محدودوي، خبریالان د انتقادي لیکنو له امله زنداني کوي او غیرحکومتي سازمانونه په دې تور چې بهرنۍ ایډیالوژي خپروي، ځپي.

جان کري هغه حکومتونه وغندل چې د بیان ازادي محدودوي، خبریالان د انتقادي لیکنو له امله زنداني کوي او غیرحکومتي سازمانونه په دې تور چې بهرنۍ ایډیالوژي خپروي، ځپي.
جان کري هغه حکومتونه وغندل چې د بیان ازادي محدودوي، خبریالان د انتقادي لیکنو له امله زنداني کوي او غیرحکومتي سازمانونه په دې تور چې بهرنۍ ایډیالوژي خپروي، ځپي.

جان کري وویل، یو شمېر وسله والو ډلو لکه داعش او بوکو حرام په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د قتل عام په ګډون، بشري ضد جنایتونه ترسره کړي دي.

د کري په وینا، داسې ډلو د معتبرو او موثرو حکومتونو د نشتوالې له امله وده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني رپوټ کې افغانستان هغه هېواد بلل شوی چې حکومت يې په تېر یوه کال کې څوک د سیاسي فعالیت په خاطر نه دی زندانی کړی.

خو پر ژورنالیستانو د وسله والو طالبانو له لوري خونړېو حملو او له هغوي سره د یو شمېرحکومتي چارواکو زور زیاتی ته یې اشاره کړې ده.

رپوټ وايي چې په تېر یوه کال کې، په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅې زیاتې شوې دي.

د بشپړ رپوټ د لوستلو لپاره دا ځای کلېک کړئ:

XS
SM
MD
LG