د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

"د څرخي پله زندان د ښځينه بندیانو پر غوښتونو غور پیل شوی"


د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو ریاست وایي چې د څرخي پله زندان د ښځينه بنديانو پر غوښتنو یې غور پیل کړی دی.

د محابسو او توقیف خانو ریاست وايي، وروسته له هغې چې د کابل د بادام باغ له ښځینه زندانه یوشمېر ښځينه زندانیایې د څرخي پله زندان ته انتقال شوې، نو د یوشمېر غوښتنو لپاره یې په اعتراض لاس پورې کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو رییس جنرال عبدالحکیم کوهستاني، د افغان ولسمشر لخوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ښځینه زندانیانو ته د تخفیف فرمان نه صادرول، د زندان په داخل کې د ټلیفوني اسانتیاوو نشتوالی او یوشمېر نور مسائل د ښځیه زندانیانو د اعتراض عمده عوامل یادوي.

ښاغلي کوهستاني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی له دغو ښځینه زندایانو سره خبرې کړي او یوه تفاهم ته رسېدلې دي:

"وضعیت تېره ورځ له غرمې وروسته نورماله حالت ته وګرځېد، موږ تفاهم وکړ او دوه درې ټیمونه مو وګمارل د غو محبوسینو سره خبرې وکړې د دوی په منځ کې داسې محدود شمېر خلک و چې تحریک کېدل، خو بلاخره هغوی هم ومنل او موږ ورته وویل هغه غوښتنې چې د قانون په چوکاټ کې وي موږ یې له عدلي او قضایې ارګانونو سره شریکوو خو که چېري د قانون څخه بهر غوښتنې وې بیا زموږ له توان څخه پورته خبره ده."

ویل کېږي چې دا مهال نږدې ۲۲۰ ښځينه بندیانې د څرخي پله زندان کې دي.

د افغانستان په زندانانو کې تردې وړاندې هم یوشمېر زندانیانو د دوی دوسیو ته په وخت نه رسېده ګۍ، اخلاقي فساد او د زندان د مسوولینو د ناوړه چلند له امله اعتراضونه کړې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم د افغانستان په زندانونو کې روانې ستونزې مني او وایي چې په دې برخه کې باید عملي اقدامات وشي.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت باید د زندانیانو ستونزې و ارزوي او ورته رسیده ګي وکړي:

"افغان حکومت ته تر ټولو مهمه دا ده چې د زندانیانو ټولې ستونزې و ارزوي او د هغې په رڼا کې یو ښه ستراتیژیک پلان ورته برابر کړي چې د زندانیانو دا ستونزې د تل لپاره هوارې شي، دولت باید یوازې په ژمنو اکتفا ونه کړي باید هغه څه چې زندانیانو سره ژمنې کوي په عمل کې هم پلي کړي."

ښاغلي لعل وویل سره له دې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تردې وړاندې د څرخي پله د زندانیانو د ستونزو د حل ژمنه کړې وه، خو د ده په وینا د زندانیانو ستونزې لاهم پرځای پاتې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر وایي چې د زندانونو قانون هغه برخې چې د دولت په ګټه دي هغه پلي کېږي او کومې چې د زندانیانو په ګټه دي نه پلي کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG