د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

سرخط: ځمکنۍ پرښتې، د اور پرځمکه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د مارچ اتمې یا د ښځې نړېوالې ورځې او په همدې مناسبت د ښځو په وړاندې پرتو خنډونو او ستونزو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې یوه تحلیلي مطلب ته دا سرلیک ورکړی چې ځمکنۍ پرښتې، د اور پرځمکه.

په مطلب کې راغلي چې د مارچ اتمه د نړۍ له ښځو سره د پیوستون او د ښځو په وړاندې د تبعیض خلاف د مبارزې ورځ ده او هدف یې دادی چې د نړۍ په کچه باید ښځې با وقاره او له شرافته ډک ژوند ولري.

د مطلب لیکوال ویلي، دا مهال د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې میلیونونه ښځې له خپلو حقونو برخمنې نه دي او زور زیاتی ورسره کیږي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې لسګونه د ښځو په نوم مدافع بنسټونه د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره له نړیوالو بنسټونو پیسې اخلي، خو له دې سره –سره بیا هم ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیاتیږي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د ښځو نړېواله ورځ، که د پروژه یې ښځو نړېواله ورځ؟

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې یوازې هغه ښځې دا ورځ لمانځي چې په بېلابېلو نومونو یې پروژې اخیستي او نورې ښځې له دې ورځې خبرې نه دي او یا هم د خپلو هم قشرو له لاسه غږ نه شي اوچتولی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په لېرو پرتو سیمو کې ښځې له حقونو بې خبره دي او تش په نامه د ښځو او د بشري حقونو ریاستونو ورته بنسټیز کارونه نه دي کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د ښځو حقونه، پروژې او مخ ته پراته خنډونه.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان میرمنو په یو شمېر برخو کې پرمختګونه کړي، خو لا هم په هیواد کې د ښځو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تل سیاسي شوي او د یوې پروژې په توګه چلند ورسره شوی دی.

افغانستان:

د ښځې د نړېوالې ورځې لمانځل او په افغانستان کې ښکاره سرغړونه، دا د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي چې سیاستوال هرځل د ښځو د حقونو د خوندیتوب خبره کوي، خو په عمل کې بیا د ښځو حقونو تر پښو لاندې کیږي او د دفاع لپاره یې لازم غږ نه پورته کیږي.

XS
SM
MD
LG