د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

ناامنیو په افغانستان کې د سیګار کار له ستونزو سره مخ کړی


جان سوپکو
جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکی وایي، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره چې ورځ تربلې خرابېږي، په دې هېواد کې د ده لپاره کارکول هم سختېږي.

جان سوپکو یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا د ملیارډونو ډالرو د ضایع کېدو خبره وکړه او ویې ویل، په دې برخه کې یوه اساسي ستونزه داده چې په درغلیو کې له ښکیلو تورنو کسانو سره حساب کتاب نه دی شوی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې یا سیګار مشر وایي، په افغانستان کې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د امریکا په ملیارډونو ډالر ضایع شوي چې دی ېې په اوس وخت کې دقیقه اندازه نه شي ښودلی.

جان سوپکو له بریتانوۍ انډي پینډینټ ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ ېې مهمې برخې خپرې کړي، ویلي چې ډېرې ستونزې په هغه بڼه کې چې د امریکا حکومت یې د سوداګرۍ په چارو کې مخ ته وړي، راپورته کړي او اساسي ستونزه هم دا ده چې له افرادو سره د هغوی د غلطو کارونو یا تېروتنو په خاطر حساب کتاب نه دی شوی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې یا سیګار مشر وایي، په افغانستان کې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د امریکا په ملیارډونو ډالر ضایع شوي چې دی ېې په اوس وخت کې دقیقه اندازه نه شي ښودلی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې یا سیګار مشر وایي، په افغانستان کې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د امریکا په ملیارډونو ډالر ضایع شوي چې دی ېې په اوس وخت کې دقیقه اندازه نه شي ښودلی.

په هغه نهایي راپور کې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د جګړې د وخت د قراردادونو په اړه یوې امریکایي کمېټې خپور کړی، ویل شوي چې له هر ډالره چې امریکا په افغانستان کې مصرف کړي، لږ تر لږه ۲۹ سنټه یې په درغلیو کې ورک شوي دي.

د انډیپنډنټ په وینا له هغې وروسته د امریکا د سر پلټونکي ادارې د څېړنو په نتیجه کې په افغانستان کې څه باندې ۹۴۶ میلیون ډالره سپما شوي او له سلو زیات کسان هم نیول شوي او پر هغوی جنایي تور پورې شوی دی.

جان سوپکو چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی سر پلټونکی وټاکه تر څو په دې هېواد کې د بیارغونې په چارو کې د پیسو د ضایع کېدو مخه ونیسي، له انډیپڼډنټ سره په مرکه کې په ټوله کې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت ډېر ناوړه بللی او ویلي یې دي چې دی د پخوا په څېر اوس په دی هېواد کې په ازادانه توګه د څارنې کارمخ ته نشي وړلی.

هغه دې هېواد ته د وروستي، د تېرې فبرورۍ د میاشتي سفر ته په اشاره وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله له پوځي اډو بهرو نه دی وتلی.

سوپکو وویل، پخوا به یې هرځای ته سفر کاوه، له والیانو او د پولیسو له چارواکو سره به یې کتل او د کوکنارو کروندې به یې له نږدي کتلي خو اوس دا کار نه شي کولی.

هغه وایي، په افغانستان کې د امریکا په مالي مرسته د پروژو څېړنه او د مالي چارو کتل یې ورځ تر بلې سختېږي او خطرناک کېږي.

سوپکو د نا امني ترڅنګ اداري فساد او د مخدره موادو قاچاق نورې لویې ستونزې وبللې او زیاته یې کړه، اوس هلته کار ډېر ستونزمن دی.

یو وخت یې له ډېرو ښو صادقو افغان پولیسو، څارنوالانو او قاضیانو سره کار کاوه چې اوس ډېر دغه خلک هلته نشته.

هغوی یا له هېواده تښتېدلي، یا ډارول شوي، یا هم په پیسو اخیستل شوي او یا هم وژل شوي دي.

سوپکو د نا امني ترڅنګ اداري فساد او د مخدره موادو قاچاق نورې لویې ستونزې وبللی او زیاته یې کړه، اوس هلته کار ډېر ستونزمن دي.
سوپکو د نا امني ترڅنګ اداري فساد او د مخدره موادو قاچاق نورې لویې ستونزې وبللی او زیاته یې کړه، اوس هلته کار ډېر ستونزمن دي.

په افغانستان کې د امریکایي ماليې ورکوونکو د میلیارډونو ډالرو د درغلۍ یا ضایع کېدو یوه وروستۍ بېلګه چې د سوپکو په مشرۍ د امریکا څارونکې ادارې په وروستیو میاشتو کې افشاه کړه هغه د ایټالوي کمیابه اوزو او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو قراردادونه و.

په یوه قرارداد کې په افغانستان کې د کشمېرې د صنعت د ودې لپاره له ایټالیا د څو کمیابه اوزو د اخیستو لپاره په ملیونونو ډالر لګول شوي چې وروسته دغه څاروي ورک شوي او د تېلو د یوه ټانک په جوړېدو هم چې لګښت يې یو یا څولکه ډالره دی، ۴۳ میلیون ډالره لګول شوي دي.

راپور: نوریاس نوري

XS
SM
MD
LG