د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

سیګار توانیدلی چې په افغانستان ۹۴۶ میلیونه ډالر وسپموي


انډیپنډنټ:

د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغاونې د برخې سرمفتش جان سوپکو د مافیا پرضد له جګړې، په افغانستان کې د عدالت د تامین لپاره وګمارل شو.

د ورځپاڼې په باور د امریکا د سرمفتش د کار له پیله توانیدلې دی چې ۹۴۶ میلیونه ډالر وسمپوي.

امریکا په تیرو ۱۳کلونو کې ۱۱۳ میلیارډه ډالر د افغانستان په بیارغاونې لګولي دي چې دا تر نړېوالې دوهمې جګړې وروسته د اروپا تر رغاونې ډیرې پیسې دي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه زیاتوي چې سوپکو د امریکا په قضايي سیسټم کې یو له هغو کسانو څخه دی چې د مافیا پر ضد مبارزه کې یې لاس درلود او له هغه ځایه په افغانستان کې د فساد د مخنیوي لپاره وټاکل شو.

انډیپنډنټ ورځپانې له جان سوپکو سره اختصاصي مرکه کړې ده، په دې مرکه کې سوپکو ویلي دي چې په افغانستان کې له فساد سره جګړه له هغې مبارزې سره توپیر لري چې د مافیا یا منظم جنایت پرضد کیږي.

د سوپکو په وینا د مافیا پرضد جګړه کې د امریکا ټول عدلي سیسټم له دې جنایت سره په جګړه و، خو په افغانستان کې داسې عدلي سیسټم دی چې په پیسو پیرل کیږي.

سوپکو وایي، په افغانستان کې له لسګونو قاضیانو، څارنوالانو او پاکو پولیسو سره مخامخ شوی دی چې غوښتل یې په اخلاص کار وکړي خو دوی ته ګواښ شوی، یا وژل شوي او له صحنې ایستل شوي دي.

د سوپکو په وینا د دې ستونزې یوه عیب په افغانستان کې د امریکا د لګښت په بڼه کې دی او بله ستونزه دا ده چې له مسوولو کسانو سره حساب کتاب نه دی شوی.

جان سوپکو ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا نژدې یو میلیارډ ډالره ضایع شوي دي، خو ده په دې برخه کې ډیره کره شمېره نه ده بیان کړې.

ګارډین:

د بریتانیا یوې بلې ورځپاڼې ګارډین بیا په خپلې تازه ګڼه کې د بګرام اډې ته نژدې د یوه زلمي افغان د وژلو مساله څیړلې ده. دا زلمکی امریکایي ځواکونو وویشت. د ورځپاڼې په باور امریکایي پوځیانو دې زلمکي ته له امنیتي برجه څو ځله خبرداری ورکړ خو ده دې خبرداری ته پاملرنه ونه کړه.

ورځپاڼه زیاتوي چې د سیمې خلک د دې زلمي د وژلو د غندلو لپاره راغونډ شول او اعتراض یې وکړ، خو د پروان د امنیه قوماندان په وینا کله چې خلکو ته د دې هلک د وژلو کیسه روښانه شوه نو دوی بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

چارواکي وایي چې له دې زلمکي سره داسې څه و چې د ماشیندار په څير ښکاریدل.

ورځپاڼه لیکي چې د دې پېښې په اړه چې د دوشنبې په ورځ رامنځته شوه امریکایي او افغان چارواکو ژمنه کړې ده چې تحقیقات به وکړي.

چمتو کوونکی: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG