د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

وزې، غالۍ او سره زر د افغانستان سره مرسته شوې خو څنګه؟


پنټاګون په افغانستان کې د اقتصادي وضعت د ښه والي لپاره میلیونه ډالر څنګه مصرف کړي؟

وزې، غالۍ او طلاوې د افغانستان سره مرسته شوې خو څنګه؟

ایا د امریکا د دفاع وزارت کارکوونکې د غالیو د یوه نندارتون لپاره اروپا ته تللی؟

د سروزرو په هکله د هند د سفر موضوع څنګه ده؟

دغه پوښتنې که څه ډیرې غیر معمولي ښکاري خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون څخه باید وپوښتل شي.

د امریکا د سنا مجلس د نظامي خدمتونو کمېټې د چهارشنبې په غونډه کې کوښښ وکړ چې دغه پوښتونو ته ځوابونه پیدا کړي چې د امریکا دفاع وزارت با پنټاګون یوه کاري ګروپ څنګه ۶۳۸ میلیونه ډالر د افغانستان د اقتصادي وضعت د ښه والي لپاره مصرف کړي دي.

څه وخت چې سناتور کیلي ایوټي پوښتنه وکړه چې ایا دغه لګښتونو په هغه اندازه ارزښت درلود؟

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال براین مککیون د پالیسي مطابق یوازې دومره وویل چې "دا یوه لویه پوښتنه او پر ځای پوښتنه ده."

د پوبلیکا خپرونې په لیکنه د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال مککیون څخه د دغه دوه ساعته پوښتونو په جریان کې یوازې څو مشخص ځوابونه واوریدل شول چې تر اوسه لا وختي دی چې دغه پوښتنه ځواب شي او یا هغه کاري ټيمونه چې لغوه شول بریالي وو.

براین مککیون وویل:

"کاري ټیمونو یو عجیب مخلوق وو چې ملکي سوداګریزو کارپوهانو رهبري کړل او هدف يې د خصوصي سکتور د لارې د افغانستان د اقتصاد پیاوړي کول وو."

دغه غونډه وروسته تر هغه جوړیږي چې د امریکا سرمفتش جان سوپکو د افغانستان د بیارغونې په برخه کې څو ځله داسې راپورونه خپاره کړي چې د امریکا د دفاع وزارت د کاري ټیمونو دغه مصارف پرځای نه دي لګول شوي.

جان سوپکو وویل، د امریکا د دفاع وزارت دغه کاري ټیمونه مخکې تر دې چې افغانستان ته ولاړ شي په ۲۰۱۰ کال کې يې په عراق کې خپل فعالیتونه شروع کړې وه چې ډیر له ستونزو ډک بلل کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال براین مککیون کم وتوانید چې په افغانستان کې د ۴۳ میلیونه ډالره په ارزښت د تیلو او ګازو د یوه ټانګ د جوړولو په هکله د کاري ټیمونو دفاع وکړي.

نوموړی ونه توانید چې دا پوښتنه ځواب کړي چې دا پیسې څنګه مصرف شوي؟

د امریکا د سنا مجلس کمېټه چې د امریکا د دفاع وزارت د کاري ټیمونو له خوا د ضایع شوو پیسو څیړنه کوي دا مساله هم څیړي چې په کجکي کې د بند پر جوړولو ۳۰۰ میلیونه ډالره لګیدلي خو تر اوسه يې لا هم کار نه دی بشپړ شوی.

په عین حال کې د هلمند د والي پخوانی مرستیال محمد جان رسولیار چې تېرکال يې د کجکي د بند د پروژې د پرانېستنې په مراسمو کې يي د یوه محلي مقام په توګه ګډون کړی وو ازادي راډیو ته وویل چې د جنوب په کچه د دغه سترې پروژې قرارداد له دوی سره نه وو شریک شوي.

ښاغلي رسولیار زیاته کړه:

"تېرکال د دلوې په میاشت کې د جنوب په کچه د دغه سترې پروژې کار پیل شو خو له بده مرغه د قرارداد مساله له ولایتي ادارې سره نه وه شریکه شوې موږ ته هغه وخت ډاډ راکول شو چې د دې پروژې کار به ډیر ژر پای ته ورسیږي."

د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د افغانستان د بیارغونې په هکله په یوه بل راپور کې ویلي چې د امریکا پنټاګون شپږ میلونه ډالر د ایټالیا څخه افغانستان ته د ۹ نادره ورو پر انتقال مصرف کړي.

په راپور کې زیاته شوي چې د کاري ټیمونو پر شخصي ژوند ۲۴ فیصده پیسې لګیدلي چې ۱۵۰ میلیونه ډالره کیږي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG