د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د چارواکو پرله پسې استعفاګانې او د مشرانو جرګې غوسه


د ځینو دولتي چارواکو پرله پسې استعفا ګانو د مشرانو جرګې د غړو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي او هغوی وايي چې دا کار کېدای شي د مدیریتي خلا د رامنځته کېدو لامل شي.

د مشرانو جرګې ځینو غړو د سې شبنې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت دې د دغو استعفا ګانو عوامل واضح کړي.

د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ په دې باور دی چې استعفا کوونکي د حکومت د مشرانو تر فشار لاندې راغلي وو.

ښاغلي بلوچ زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت مشرانو په خلکو کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی. دا په دې مانا ده چې په خپله مشران د دې ستونزو لاملین دي. یو وزیر ولې استعفا ورکړي، له دې څرګندېږي چې دغه وزیران په پاک وجدان کار نه شي کولای؛ دوی باید د شخصي ګټو قرباني نه شي."

ځینې د استعفا کوونکو عمل ستایي او وایي چې دوی د یو شمېر کسانو غوښتنو ته سر نه دی ټیټ کړی.

محمد علم ایزدیار وايي، د امتیاز غوښتونو د فرمایشونو له منلو څخه، استعفا ورکول غوره دی.

ښاغلي ایزدیار زیاته کړه:

"د ځینو وزیرانو او یو شمېر نورو دولتي مقاماتو د استعفا مسئله ده، استعفا په اوسنیو شرایطو کې د حل لاره نه ده، خو شهامت یې باید وستایو."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړو ویل، د حکومت د لوړ پوړو چارواکو استعفا یو ډول تشه رامنځته کوي او نظام به له ستونزو سره مخ کړي.

محمد علم ایزدیار وايي، د امتیاز غوښتونو د فرمایشونو له منلو څخه، استعفا ورکول غوره دي.
محمد علم ایزدیار وايي، د امتیاز غوښتونو د فرمایشونو له منلو څخه، استعفا ورکول غوره دي.

په وروستیو څو میاشتو کې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو استعفاوې کړي خو لامل یې تر اوسه هم څرګند نه دی.

ځینې نه تایید شوي راپورونه ښيي چې د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني خپلې استعفا ګانې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي دي خو تر اوسه جمهوري ریاست د هغوی د استعفا ګانو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

پخوا تر دې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس، د ملي امنیت عمومي رییس او ورپسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ریيس یوسف نورستاني استعفا ګانې وړاندې کړي چې ولسمشر منظور کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهوري ریاست د چارواکو استعفا ګانې، یو معمول اقدام ګڼلی او ویلي یې دي چې حکومت هڅه کوي چې په چارو کې اصلاحات رامنځته شي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي، مشرانو جرګه په جدیت سره د حکومت اعمال څاري.

ښاغلی مسلمیار وايي، استعفا کوونکو ته په کار ده چې د خپلو استعفا ګانو لامل مشرانو جرګې ته واضح کړي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"زموږ دنده ده چې د حکومت اعمال وڅارو، خو هغو وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ته وايو چې که په دې اړه اظهار نظر نه شي کولای او څه ستونزه ولري، مشرانو جرګې ته دې راشي او د خپلو استعفا ګانو دلایل دې موږ ته ووايي."

ښاغلی مسلمیار وايي، استعفا کوونکو ته پکار ده چې د خپلو استعفا ګانو لامل مشرانو جرګې ته واضح کړي.
ښاغلی مسلمیار وايي، استعفا کوونکو ته پکار ده چې د خپلو استعفا ګانو لامل مشرانو جرګې ته واضح کړي.

​ځینې کارپوهان وايي، په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو په خاطر پر حکومتي چارواکو راوړي او کله چې دې هدف ته ونه رسېږي، مقامات استعفا ته مجبوروي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل، د حکومت مشران باید د خپلو ژمنو سره سم، د فساد پر وړاندې مبارزه تېزه او په چارو کې اصلاحات رامنځته کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG