د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

رحیمي: په مخابراتو وزارت کې د شته فساد له امله استعفا کوم


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند چې اوس یې له دندې استعفا کړې د مخابراتو په وزارت کې له پراخ فساد څخه شکایت کوي.

دا ځل د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش له راپوره مخکې چې تل یې د فساد په اړه پلټنې کړي؛ خپله د یوه وزارت کارمند په وزارت کې له فساد څخه پرده پورته کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت ویاند نصرت رحیمي چې له خپلې وظیفې یې استعفا کړې؛ وايي چې د وزارت د ناسم مدیریت له امله د دغه وزارت عواید کم شوي؛ د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه کمه شوې؛ د سلام په نوم دولتي مخابراتي شبکه بدنامه او بې کیفیته شوې او ګڼې نورې ستونزې.

ښاغلي رحیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د تېرو اوه میاشتو راهیسې د افغان سپوږمکۍ د پیاوړتیا لپاره هېڅ کار نه دی شوی او له همدې امله افغان حکومت نږدې شل میلیونه ډالره زیان ویني.

په مخابراتو وزارت کې د ځينو نورو ستونزو په اړه نصرت رحیمي وویل:

((دومره بې کیفایتي زیاته شوې چې عرضه شوي خدماتو ته یې زیان رسولی دی؛ د دې تر څنګ سټیلایټ چې د هېواد په تاریخ کې مهمه لاسته راوړنه ده؛ له بده مرغه نن یې له هېڅ برخې استفاده نه کیږي.

په جرات سره وایم چې د سلام دولتي شبکه د نورو شرکتونو د ناسم رقابت او د وزارت د رهبرۍ د بې کیفایتۍ له امله په ګډه ناکامیږي؛ په همدې ډول د وزارت په جلسې کې یادونه کیږي چې په پلانی شبکه دې جرمانه معاف کړای شي.))

نصرت رحیمي وايي چې د مخابراتو وزارت د رهبري پلاوي د بې کیفایۍ له امله په تیرو څو میاشتو کې هېڅ پرمختګ نه دی راغلی او له همدې امله دی د دغه وزارت د ویاندویۍ څخه استعفا کوي.

نوموړی وایي، ملي ګټې ورته د هر څه مهمې دي او دا چې اوس مهال په هېواد کې د دوه نیم میلیارده ډالرو پانګونه له رکود سره مخ ده؛ نو له ولسمشر او اجراییه رییس څخه غواړي چې دا وزارت تر جدي څار لاندې ونیسي.

په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې خدمات د ټولو ستونزو او لوړو قیمتونو سره بیا هم هغه برخه یادیږي چې تل د تېر دیارلس کلن پرمختګ یو مثال یاد شوی دی.

ویل کیږي چې په دې برخه کې خدمات له صفر څخه پیل شوي؛ خو د راپورونو له مخې اوس مهال یې عایدات نږدې ۲۵۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

خو سوال دا دی چې ایا اوس د مخابراتو په وزارت کې فساد رښتیا دومره لوړ شوی چې باید خپله کارمند د هغې افشا ملي دنده وګڼي که بل څه سبب کیدای شي.

د مخابراتو وزارت تخینکي مرستیال بریالی حسام ازادي راډیو ته وویل؛ نصرت رحیمي عقدانه عمل کوي. په داسې حال کې چې د دغه وزارت ټول کارونه د معمول مطابق په مخ ځي.

هغه د هر ډول فساد خبرې یوازې تور وګاڼه او بس:

((رحیمي یو میاشت مخکې ټولې خبرې د مخابراتي سکتور د پرمختګ نه کولې او په وزارت کې یې د هېڅ فساد په اړه نه ویل؛ اوس چې هغه له دندې لرې شوی؛ نو د فساد شتون څخه خبرې کوي، زه شخصاً دا خبرې ردوم او دا تورونه بنیاد نه لري.))

نوموړی وایي، هغه استعفا نه ده ورکړې بلکې د غیر حاضری له امله له دندې لرې شوی؛ دا په داسې حال کې ده چې رحیمي وایي؛ تر اوسه یې استعفا نه ده منل شوې او د دغه وزارت ویاند دی.

د مخابراتو وزارت د پراخ فساد په اړه د دغه وزارت لوړ رتبه کارکوونکی په داسې حال کې پرده پورته کوي چې له دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر مفتش ادراې د افغانستان د پوهنې، عامې روغتیا او ملي دفاع وزارتونه په پراخ فساد تورن کړي دي.

افغان حکومت تل ژمنه کړې چې د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي او د فساد دوسیې به له څيړنې پرې نږدي.

د فساد ضد مبارزین وايي، د مخابراتو په وزیر دا تورونه باید عادي ونه نیول شي؛ ځکه دا هغه ستونزې دي چې خپله خلک یې هم احساسوي او ترې شکایت کوي.

دوی وايې له دې سپیناوي ور هاخوا د دغه وزارت رهبري باید خلکو ته د دې سوال ځواب ورکړي چې د ژمنو سره د مخابراتي شبکو او په ټوله کې د دغه وزارت په چارو کې پرمختګ ولې نه احساسیږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG