د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل استعفا ورکړه


رحمت الله نبیل د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت عمومي ریاست له څوکۍ استعفا ورکړې ده.

دا خبره د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه بیان کې رسنیو ته کړې ده.

اخوا یوې حکومتې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې د ښاغلي نبیل استعفا منل شوې او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال مسعود انداربي د دې ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ارګ په نوم د جمهوري ریاست یوې رسمي فیس بوک پاڼې لیکلي چې ولسمشر غني د رحمت الله نبیل استعفا منلې ده.

رحمت الله نبیل چې له پنځو کلونو راهیسې د ملي امنیت عمومي ریاست څوکۍ مخته وړله له خپلې دندې د استعفا لاملونه د ده په خبره کاري محدودیتونه او بې باوري، له پالیسیو سره مخالفت او ورنه د استعفا په خاطر د ولسمشر پرله پسې شفاهي غوښتنې یادې کړي دي.

ښاغلي نبیل په خپلې استعفا کې چې د پنجشنبې په ورځ یې جمهوري ریاست ته لیږلې دا څرګندونې کړي دي.

د رحمت الله نبیل د استعفا خبر او د استعفا متن د ملي امنیت عمومي ریاست له رسنیو سره شریک کړی دی.

رحمت الله نبیل وروسته له هغه استعفا ورکړه چې هغه په رسمي فیس بوک کې د ولسمشر محمد اشرف غني په سیاستونو او د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ولسمشر د ګډون او ورنه د پاکستان د تود هرکلي او په افغانستان کې د پاکستان له خوا د حملو د مخته وړلو په اړه سخت انتقاد کړی و.

ښاغلي نبیل په خپلې استعفا کې همدا راز ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د هغه په خبره د مغرضه هېوادونه په خاصه توګه د پاکستان له ښکاره لاسوهنو سره سره چې په هېواد کې یې سختو نا امنیو ته لمن ووهله د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.

په حکومت کې دننه سرچینو هم ازادي راډيو ته تایید کړې چې د رحمت الله نبیل استعفا منل شوې ده او پرځای يې د ملي امنیت ریاست اوپراتیفي مرستیال مسعود انداربي د دې ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ارګ په نوم د جمهوري ریاست یوې رسمي فیس بوک پاڼې هم لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د رحمت الله نبیل استعفا منلې ده.

په دې فیس بوک پاڼه کې راغلي که څه هم ولسمشر په داسې جنګي شرایطو کې د ملي امنیت په رهبري کې د بدلون د راوستلو پلوی نه و خو د استعفا په خاطر یې د ښاغلي نبیل غوښتنه منلې ده او په یوه فوق العاده غونډه کې به جمهوري ریاست د ملي امنیت له ادارې دننه یو کس د دې ادارې د سرپرست په توګه وټاکي.

د رحمت الله نبیل د استعفا په اړه که څه هم تر اوسه زیات غبرګونونه نه دي ښکاره شوي خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وايي چې په دې اړه به له ښاغلي نبیل او حکومتي چارواکو هرو مرو پوښتنه کوي.

د دغه کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي نبیل د امنیت په برخه کې د افغانانو لپاره ښې لاسته راوړنې کړې وې:

"موږ مجبوره یو چې هم له حکومت او هم له ښاغلي نبیله چې علت د ده د استعفا به څه وي. موږ بیا هم د دغه ملاتړي یو. ځکه د ده ایمانداري د ده لاسته راوړنه. دا به هیڅکله هېره نه کړو. شپه او ورځ یې یوه کړې وه چې افغانستان په امنیتي لحاظ نړۍ او په خاصه توګه ګاونډيو ته وپيژني."

د ولسي جرګې یاد غړي همدا راز وویل چې کیدای شي د ښاغلي نبیل د استعفا تر شاه ګاونډي هېوادونه په خاصه توګه پاکستان لاس ولري.

رحمت الله نبیل له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د ملي امنیت ریاست څوکۍ مخته وړله چې د ملي وحدت حکومت هم د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه کاندید او بیا ولسي جرګې د ۱۳۹۳ کال د دلوې په اتمه د ۱۵۴ مثبتو رایو په ورکولو سره دې څوکۍ ته وټاکه.

راپور - صفي الله ستانکزی

پخواني:

په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي امنیت عمومي ریاست له خوا رسنیو ته استول شوې ده، راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل استعفا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یوې سرچینې چې نه‎ غواړي ورڅخه نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې د ښاغلي نبیل استعفا منل شوې ده او د ملي امنیت عمومي ریاست اپراتیفي مرستیال د دغې ادارې د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG