په افغانستان او پاکستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی. په تېرو څلورو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله په دې هېوادونو کې نږدې ۱۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
خلک د روسیې د کراسنوګورسک ښار په کراکاس کې د کنسرت پر مهال د حملې قربانیانو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې په پار راټول شوي دي. په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون۱۳۷ کسان ووژل شول.
سیمهییزو چارواکو راپور ورکړی چې د اوکراین په خملینسکي په غیرنظامي سیمې د هوايي برید له کبله یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. د ازادي راډیو/ازادې اروپا خبریال په سیمه کې حضور درلود او له بریدونو وروسته یې تصویرونه اخیستي دي.
په هرات کې د واورو او بارانونو له کبله سېلابونو ۶۰ کسان مړه کړي دي.
د پلازمېنې پراګ د چارلز پوهنتون د فلسفې په پوهنځي کې له مرګونې پېښې یوه ورځ وروسته چې په کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي، د دې سیمې اوسېدونکو د پوهنتون په اصلي انګړ کې د پېښې قربانیانو ته د خواخوږۍ ترڅنګ د درناوي مراسم ترسره کړل.
د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو خبرداری ورکړی، که روسیه د پناه غوښتونکو لېږلو ته دوام ورکړي نو دوی به له روسیې سره د تېرېدو وروستۍ لاره وتړي.
سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ تنه مړه شوي او ۹۲۴۰ تنه نور ټپیان دي.
د لیبیا چارواکو په دې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره اعلان کړی دی.
په مراکش کې د جمعې په شپه د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزلې د مراکش سیاحتي ښارګوټی او شاوخوا کلي ولړزول. د وروستیو شمېرو له مخکې په دې زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۱۲ کسانو اوښتی او د ټپیانو شمېر بیا ۲۰۵۹ کسانو ته رسېدلی.
په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
دا عکس د سړک پاکولو کار ښیې، چې د جون د ۲۴مې نېټۍ د ګډوډۍ د پېښو له امله خراب شوی و او داسې ښکاري چې نورمال حالت ته راګرځېدلی دی.
نور راوښيه