د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

"د پاکستان حکومت پابند دى چې د ٢٠١٥م تر پايه افغان کډوال وساتي"


د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت د دغه ایالت د مرکز پېښور په پوځي ښوونځي کې د پاکستاني طالبانو تر خونړي بريد وروسته پرېکړه کړې چې ټول افغان کډوال دې په یوه میاشت کې له دې ايالت څخه ووېستل شي.

د روانې مياشت په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي د طالبانو په برید کې نژدې۱۵۰ تنه ووژل شول، چې له امله يې د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو سخت غبرګون وښود او دا يې ددې هېواد لپاره د سپټمبر یوولسمه (۹/۱۱) وباله.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د جمعې په ورځ د اعلي وزیر پروېز خټک په مشرۍ د کابینې په ځانګړې غونډه کې فیصله وکړه چې ټول افغان کډوال به په یوه میاشت کې دننه باسي. دوى وايي، دا پريکړه يې تر هغې وروسته کړې چې د دوى په وينا څرګنده شوه چې په پېښور کې پر ښوونځي د بريد پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني د کابینې له غونډې وروسته رسنیو ته وویل:

"موږه پريکړه کړې، چې په عاجله توګه له ښاري سيمو څخه د افغان کډوالو د ويستلو لپاره تګلاره جوړه کړو. د خيبر پښتونخوا ايالتي کابينې فيصله کړې چې په دېرشو ورځو کې دننه دننه له خپلې صوبې څخه د افغان کډوالو د وېستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. وخت رارسېدلى چې د پاکستان مرکزي حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره جدي ګامونه پورته کړي."

د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس به په لومړي پړاو کې افغان کډوال په یوه میاشت کې له ښاري سیمو وایستل شي؛ وروسته به ایالتي حکومت بله پرېکړه وکړي.

ازادي راډيو چې د خيبر پښتونخوا د صوبايي حکومت د پريکړې په اړه په پېښور کې له افغان قونسل سيد محمد ابراهيم خېل څخه وپوښتل، چې آيا صوبايي حکومت ورسره په دې اړه اړيکي نيولي دي؛ نو ويې ويل:

"دوى ټول مهاجرينو نوم واخيست، اما تفکيک يې نه کړچې کوم مهاجرين، آيا څوک چې کارت هم لري او يا څوک چې کارت نه لري؟ يعنې راجستر شوي نه دي. دغه مهاجرين چې دلته راجستر دي او موږ کارتونه ورکړي، نو دا د درې غاړو [پاکستان، افغانستان،UNHCR] د توافق له مخې ورکړل شوي او د جينوا د کنونسيون په اساس يو ملک ته چې کډوال کېږي، د ستونزو له امله کېږي.

اما تراوسه وضعه معلوم نه ده، چې آيا دوى په مجموع کې دا خلک ټول باسي او که هغه خلک چې راجستر شوي نه دي؟ خو دلته بايد بيا مرکزي حکومت هم خپل رول ادا کاندي، چې آيا دوى د صوبايي حکومت له پريکړې سره موافق دي که نه دي؟

بلخوا په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان يا UNHCR چارواکي وايي، چې دوى په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ٢٠١٥م کال تر پايه پورې قانوني اسناد ورکړي، چې له مخې يې دوى په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني حق لري.

دوى وايي، چې د پاکستان حکومت په يواځې سر دا پريکړه نه شي کولاى، چې افغان کډوال له ښارونو وباسي.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان وياند قيصر اپريدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" څنګه چې تاسو ته پته ده چې د افغان کډوالو د POR کارتونو معياد د ٢٠١٥م کال د دسمبر تر پايه دى، نو د پاکستان دولت پابند دى، چې د افغان کډوالو هېواد ته واپسي به د هغوى په خوښه کېږي. UNHCR تمه لري، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه کومه پريکړه کېږي، نو د هغې نه مخکې به د افغان کډوالو اړوند ټول واکمن دي، هغوى به په اعتماد کې اخلي.

صوبايي حکومت سره دا اختيار نشته، دوى به دا مسئله له مرکزي حکومت سره شريکوي او تر هغې وروسته به فيصله کوي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان د احصايې له مخې، دا مهال په پاکستان کې نزدې ١٦ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې ډېرى يې د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور او همداراز ددې ايالت په يو شمېر نورو ښارونو کې په کيمپونو او ښارونو کې دېره دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG