د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغان کرکټ لوبډلې سیالۍ او سیالان معلوم شول


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغان ملي لوبډلې سیالۍ او سیالان معلوم شول.

په ګروپي پړاو کې افغان لوبډلې ویسټ اینډیز ته سیالي وبایلله، خو شنونکي بیا هم باوري دي چې افغان لوبډله د پرمختګ وړتیا لري.

د کرکټ مینه‌وال د افغان لوبډلې د منځنۍ کچې توپوهونکي ولې ناکام بولي؟ په خپرونه کې به یې په دلایلو پوی شئ.

د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو د پړاو لوبډلې کومې دي او په کومو نېټو سره سیالۍ کوي؟

د فوټبال د یورو جام د روانو سیالیو په تړاو هم درته معلومات خپرېږي.

د خپرونې په دویمه نیمايي کې د کرکټ چارو شنونکی فرهاد فدايي په دې غږېدلی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ اینډیز ته ولې سیالي بایللې او د سوپر اېټ یا غوره اتو لوبډلو په پړاو کې باید څنګه چمتووالی ولري؟

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:33 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG