د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د لوبو له میدانه؛ د ځینو پخوانیو افغان لوبغاړو پر ځای ځوانو لوبغاړو ته قراردادونه ورکړل شوي


د افغانستان کرکټ بورډ د ځینو پخوانیو لوبغاړو پرځای ځوانو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ځینو پخوانیو لوبغاړو پرځای ځوانو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړي دي.

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې افغان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په نیمايي کې د شل اوریزو سیالیو نوی لیګ پیلوي.

کرکټ بورډ ویلي، د ځینو پخوانیو لوبغاړو پر ځای یې ځوانو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړي دي.

کریسټیانو رونالډو روانه اوونۍ دوه ځل د ګول وهلو هېټریک کړی دی.

په "آی پي ایل" کې یوه ځوان توپ اچونکي تر ټولو چټکه توپ اچونه کړې ده.

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي بازمحمد مبارز درې کاله وروسته سیالي وګټله.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې ځانګړې مرکه شوې، دا مرکه د کرکټ بورډ له لوري په نوي پيلېدونکي شل اوریز لیګ په تړاو ده.

د مرکې مېلمانه د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی او د غوراوي کمېټې غړی میر مبارز اصغري دي.

دا خپرونه د ازادي راډیو سپورټي خبریال بختیار ساحل چمتو کړې چې د لینک په کېګاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:04 0:00

XS
SM
MD
LG