د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او هند پیلیدونکې سیالۍ به څوک وګټي؟


د افغانستان او هند یو شمېر کرکټ لوبغاړي - ارشیف
د افغانستان او هند یو شمېر کرکټ لوبغاړي - ارشیف

د لوبو له میدانه، اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې:

افغانستان له هندوستان سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د چارشنبې په ورځ پیلوي، د کومې لوبډلې د بریا چانسونه ډېر دي؟

تر هندوستان وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې راتلونکې سیالۍ له سریلانکا او ایرلینډ سره ترسره کېږي.

د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې سختې ماتې وخوړې، خو لاملونه یې څه دي؟

پر نوین الحق، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمن لګول شوي بندیزونه لرې شول، ولې؟

د شل اوریز نړیوال جام د لوبډلو ډلبندي او د لوبو نیټې په ډاګه شوې، افغانستان چېرته او له چا سره سیالۍ لري؟

د سویلي افریقا شل اوریز سوداګریز لیګ نن پيل شو.

د افغانستان د زونونو د غوره کلبونو په کچه د فوټبال سیالۍ پیل شوي دي.

او د خپرونې په دویمې نیمايي کې به د افغان نولس کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې د ورستیو ماتو د لاملونو په تړاو ځانګړې مرکه واورئ.

د مرکې مېلمه د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی باطن شاه عبدالرحیمزی دی.

په خپرونه کې ګڼ نور مطالب هم شته.

دا اوونیزه سپورټي خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېګاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:26 0:00

XS
SM
MD
LG