د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د لوبو له میدانه خپرونه؛ راتلونکې اوونۍ افغانستان له عربي متحده اماراتو سره سیالۍ کوي


له ارشیفه د افغان کرکټ لوبغاړو تصویر
له ارشیفه د افغان کرکټ لوبغاړو تصویر

د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې:

راتلونکې اوونۍ افغانستان له عربي متحده اماراتو سره سیالۍ کوي.

د نړیوال جام لپاره د افغانستان نولس کلنو ځوانانو تمرینات پیل کړي دي، خو لایې لوبډله نه ده اعلان شوې.

د آی پي ایل بولي ترسره شوه، درې نور افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.

په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د ښو سیالیو له امله په افغانستان کې د نویو ځوانانو هیلې ډېرې شوې دي.

د نوین الحق تازه پرېکړه، ولې د اماراتو په نړیوال لیګ کې له بندیز سره مخ شو؟

په ټیسټ کرکټ د ۵۰۰ وېکټو نوی مزل، نتن لاین هم دې مقام ته ورسېد.

او بنګله دېش په لومړي ځل د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه.

په خپرونه کې نور مطالب هم شته، دا خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي.

د لاندې لینک په کېکاږلو سره خپرونه اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:24:23 0:00

XS
SM
MD
LG