د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

لرې پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزې؛ ځینې افغانان: په منظم ډول د ماشومانو واکسین ته لاسرسی نه‌لرو


ارشیف: په افغانستان کې یوه واکسیناتوره د واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یوه واکسیناتوره د واکسین د تطبیق پر مهال

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یو شمېر کورنۍ روغتیايي کلینیکونو ته د نه لاسرسي په ځانګړې ډول د خپلو ماشومانو د واکسین په خاطر شکایت کوي.

یو شمېر کورنۍ چې د افغانستان په لرو پرتو ولسوالیو کې ژوند کوي وايي، د بېلابېلو لاملونو له دې ډلې روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولای خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.

روزي محمد حقپرست وايي: موږ په یوې لرې پرتې سیمه کې اوسېږو، کله د واکسین ټيمونه نه رسېږي او واکسین نه تطبیقېږي.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اوسېدونکی روزي محمد حقپرست، چې د څلورو ماشومانو پلار دی او عمرونه یې له یوه تر پنځو کلونو دي، ازادي راډیو ته وویل: "د جګړو پر مهال موږ بېځایه شو او نادعلي ته ولاړو، د هغه مهال یو شمېر واکسینونه پاتې چې موږ تطبیق کړي نه دي. موږ په یوې لرې پرتې سیمه کې اوسېږو، کله د واکسین ټيمونه نه رسېږي او واکسین نه تطبیقېږي."

د پنجشېر ولايت اوسېدونکى نصرمن‌الله وايي، درې ورېرې لري چې عمرونه يې له یو نیم تر درې نیمو کلونو دي، خو تر اوسه یوې یې هم په منظم ډول واکسين نه دى کړى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یوه یې هم په منظم ډول نه ده واکسین شوې، په وروستیو کلونو کې مو له یوه ځایه بل ځای ته کډه کړې. روغتیايي مرکزونه لرې دي. پریان او پنجشېر ولسوالۍ یو مرکز لري. داسې کلي دي چې له مرکزه دوه نیم ساعته واټن لري او په سمه توګه پوهاوی نه دی شوی. ځکه پوهاوي ډيری د تلوېزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې کېږي، خو داسې ځایونه دي چې خلک دې ته لاسرسی نه لري"

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د خلکو د دغو شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو دغه وزارت وخت په وخت د نړیوالو ادارو په مرسته په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکوي.

ارشیف: په ارزګان کې یوه روغتیاپاله د یوه مور او ماشوم د کتنې پر مهال
ارشیف: په ارزګان کې یوه روغتیاپاله د یوه مور او ماشوم د کتنې پر مهال

ډاکتران په افغانستان کې د ساري او مکروبي ناروغیو د زیاتوالي اندېښنو ته په پام سره وايي، د ماشومانو لپاره منظم او پر وخت واکسین کول مهم او حیاتي دي.

د ماشومانو د درملنې متخصص ډاکتر احمدالدین معراج ازادي راډيو ته وویل: "یو زرين اصل په طبابت کې دی چې وقايه له درملنې څخه ارزانه تمامېږي، که تاسو یو ماشوم له معیوبیت او مړینې څخه وژغورئ دا ډېره ښه او ارزانه ده تر دې چې هغه د عمر تر پایه معيوب وساتئ یا د هغه په مړینه خواشیني اوسئ."

د روغتیايي سپارښتنو له مخې، ماشومان باید تر پنځه کلنۍ پورې له ۱۰ ډوله واکسینو برخمن شي چې د زیږون په لومړۍ او دوهمه ورځ د ژېړي، نري رنځ او پولیو واکسین همدارنګه هر یو، دوه یا درې میاشتې وروسته، تر ۱۸میاشتو پورې، د ډیفتیري، تیتانوس، تورې ټوخلې، سینه بغل، روټا ویروس او شری واکسینونه تطبیق شي.

خو يو شمېر کورنۍ چې د ښار په مرکزونو کې ژوند کوي او شرايط يې ښه دي وايي، هڅه کوي چې خپل ماشومان پر وخت واکسين کړي څو له بېلابېلو ساري ناروغيو وژغورل شي.

له دې سره د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو ویلي چې د اپرېل په له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې په افغانستان کې د شري ۱۵۶۹ شکمنې پېښې او له دغې ناروغۍ د ۴ تنو د مړه کېدو پېښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د ۲۰۲۴م کال له پیله تر اوسه په ټول افغانستان کې د شري ۲۰۳۱۳ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶۳۵۸ پېښې یې له پنځو کلونو په کم عمره ماشومانو کې دي.

دغه سازمان دا هم ویليو چې په دې موده کې ۹۸ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

په همدې حال کې نړیوالو سازمانونو په پرله‌پسې ډول په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د کمښت او روغتیایی خدمتونو ته د میلیونونو خلکو د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له دې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې شاوخوا ۹،۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG