د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

بدخشان کې د طالب ضد اعتراضونو دوام؛ اعتراضونه ارګوي ولسوالۍ ته هم غځېدلي


په بدخشان کې د طالبانو ضد اعتراضونو یو انځور
په بدخشان کې د طالبانو ضد اعتراضونو یو انځور

د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې لپاره هم د طالبانو حکومت پر ضد د خلکو اعتراضونه روان دي او سرچینې وايي چې دغه اعتراضونه د دې ولایت ارګوي ولسوالۍ ته غځېدلي دي.

ځايي سرچينې وايي چې د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې لپاره هم د خلکو اعتراضونه روان دي او د یاد ولايت په ارګوي ولسوالۍ کې هم يو شمېر خلکو اعتراضونه پیل کړي دي.

د دغو لاريونونو وېډيوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې او یو شمېر یې ازادي رادیو ته رسېدلي لیدل کېږي چې په یادو اعتراضونو کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، د پرون ورځې لاریونونه او د خلکو او د هغه طالب ځواکونو تر منځ چې غوښتل یې د کوکنارو ځمکې له منځه یوسي، نښته هغه مهال شوې چې د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ په قرلق کلي کې د نظام‌الدين په نوم يو کروندګر په کې وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شول.

د طالبانو حکومت د دغه کرونګر وژنه تایید کړې ده.

دغو سرچینو ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې شپږ تنه مظاهره کوونکي چې د مذاکرې لپاره د ولسوالۍ مرکز ته تللي وو، لا هم په بند کې دي او برخلیک یې معلوم نه دی.

د دغو لاريونونو اړوند په یوې وېډيو کې چې نن ازادي راډيو ته رسېدلې، يو تن لاريون کوونکی وايي: "نن د تریاکو په نوم خلک وهي، د خلکو دېوالونه ورانوي، دا په خپله زموږ د درایم خلکو د عزت او ابرو د له منځه وړلو بیانونکی دی. موږ د نظام پر وړاندې خبره نه لرو. موږ د هغو ظالمانو پر وړاندې ودرېدو چې زموږ عزت او ابرو یې له منځه یووړه."

دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې طالبان له اجازې پرته او د وهلو ټکولو په زور په درايم ولسوالۍ کې د بزګرانو کورونو او فصلونو ته ننوتي.

یوې سرچینې وویل: د سرچشمې او ګنده چشمې خلکو هم اعتراضونه کړي چې یو خوا دولتي ځواکونه و او بل‌خوا خلک، یو ٢٢ کلن ځوان شهيد شوی، خلکو تيږې او لرګي په لاسونو کې نیولي وو او لاریونونه يې وکړل.

یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "په ارګوي کې هم لاریونونه شوي دي، د سرچشمې او ګنده چشمې خلکو هم اعتراضونه کړي چې یو خوا دولتي ځواکونه و او بل‌خوا خلک، یو ٢٢ کلن ځوان شهيد شوی، خلکو تيږې او لرګي په لاسونو کې نیولي وو او لاریونونه يې وکړل."

هغه ادعا کوي چې په دې لاريونونو کې ځايي خلکو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکول او طالبانو پر خلکو ډزې کولې.

په ورته وخت کې په بدخشان ولايت کې د طالبانو حکومت امنیه قوماندانۍ د جمعې په ورځ په يوه خپره شوې خبرپانه کې ادعا کړې چې پرونۍ جګړه د ځينو کسانو له‌خوا بزګرانو نه د سواستفادې له امله رامنځته شوې وه چې په پایله کې خلکو د دوی کسان په تېږو وویشتل او په مقابل لوري کې یو بزګر هم ووژل شو.

د دې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې د خپلو ځواکونو له‌خوا د شپږو کسانو نیول کېدل رد کړل او زیاته یې کړه چې د دې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی یادې ولسوالۍ ته تللی دی.

کامګار وايي، دوى څو مياشتې وړاندې کروندګرو ته ویلي وو چې کوکنار ونه‌کري او د کوکنارو کښت د له منځه وړلو په هڅه کې دي.

که څه هم د بدخشان د درایم او ارګوۍ ولسوالیو د سیمه‌ییزو خلکو د اعتراضونو او طالبانو سره د دوی د نښتو په اړه په خپلواک ډول څه نه دي ویل شوي، خو دا یو بې مخینې اقدام دی چې په ډېر شمېر سره خلک د طالب ځواکونو د چلند په وړاندې اعتراضونه وکړي.

XS
SM
MD
LG