د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

حماس ډله او اسراییل په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بیا پیلوي


په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

تمه ده چې فلسطینۍ حماس ډله او اسراییل په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بیا پیل کړي.

قطر، مصر او امریکا چې د اسراییل او حماس ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب کوي، سترګې په لاره دي چې حماس به په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییلو د طرحې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني تېرکال د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر خاوره برید وکړ چې په پایله کې یې د یو زیات شمېر ملکیانو په ګډون له ۱۱۷۰ زیات کسان ووژل شول.

حماس ډلې همداراز شاوخوا ۲۴۰ تنه هم برمته کړل چې یو شمېر یې د پخوانیو موافقو په اساس خوشې شول.

اسراییلو د حماس له حملې وروسته ژمنه کړې وه چې حماس ډله به له‌ منځه یوسي او ځکه یې د غزې په تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکو په وینا د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه ۳۴۶۵۴ فلسطیني وګړي یې ووژل.

د هغو جزییاتو له مخې چې برتانیا شریک کړي، اسراییلو په خپله طرح کې په غزه کې د څلوېښت ورځني اوربند او د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د اسراییلي برمته وو د آزادولو غوښتنه کړې.

د حماس یوه چارواکي فرانس‌پرېس خبري آژانس ته ویلي چې د ټولو ښکېلو اړخونو د مرکچیانو پلاوي د ماسپښین په یوه بجه قاهرې ته ورسېدل.

دې چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې وویل چې د دې خبرو په لومړي پړاو کې به د قطر، مصر او متحدوایالتونو استازي ګډون وکړي.

دا خبرې چې له څو میاشتو راهیسې پیل شوي په غزه کې د دایمي اوربند لپاره د حماس د غوښتنې او د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د هغې ژمنې له کبله بې نتیجې پاتې چې وايي، د غزې له جنوبي ښار رفح څخه به د حماس ډلې جرړې وباسي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو

په قاهره کې د خبرو د تېر پړاو له پای ته رسېدو وروسته د حماس پلاوی قطر ته ولاړ هلته چې د دې ډلې مشر اسماعیل هانیه اوسېږي څو د اوربند د طرحې په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېرو څه باندې اوو میاشتو کې په غزه کې د اسراییل په پوځي عملیاتو کې د استوګنې څه باندې اویا سلنه ودانۍ یا پوره ویجاړې شوي او یا زیانمنې شوي چې بیارغونه یې هومره امکاناتو ته اړتیا لري چې له دوهمې نړیوالې جګړې یې وروسته ساری نه دی لیدل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG