د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

امریکا کې تازه څېړنه: بوپرنورفین او میټاډون کولی شي د معتادینو د مړينې کچه راکمه کړي


ارشیف
ارشیف

دا څېړنه د نیویارک ښار په مونټ سینای (Mount Sinai) روغتون کې د نشي د پریښودو په برخه کې د درملو د اغېز د تشخیص او د معتادینو د مړینې د مخنيوي لپاره شوې ده.

دا څېړنه ښيي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې له هرو لسو معتادینو څخه یوازې یو معتاد په دولتي روغتون کې د بستري کیدو امکانات لري او پاتې نهه معتادین باید د مړينې له خطره د ژغور کېدو لپاره په خپلو کورونو کې درمل استعمال کړي.

د دې څېړنې پايلي ښيي چې د بوپرنورفین (Buprenorphine) او یا ميتاډون (methadone) درملو ځانګړې اندازه له معتاد سره دا مرسته کوي چې د اعتیاد له جانبي عوارضو څخه خوندي پاتې شي او ان دا چې په روغتون کې له بستري کېدو پرته یې هم د وخت په تېرېدو سره درملنه وشي.

ميتاډون
ميتاډون

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر عبدالشکور حيدري وايي چې د معتادینو د درملنی په ټولو میتودونو کې له درملو څخه استفاده کیږی، خو یوازې د ميټاډون په وسیله هم د اعتیاد علاج کېدای شي.

" د معتادینو د درملنې له پاره بېلابېلې لارې چارې شته چې یوه لاره یې هم د ميټاډون درملو په وسیله علاج دی. موږ د علاج په هر میتود کې مرستندویه درملو ته اړتیا لرو، خو ميټاډون په یوازې ځان هم د علاج ښه لاره ده چې د استعمال دوه مورده لري: یو په دوامدار یا ساتونکي ډول استعمالېږي او د استعمال بل مورد يې د زهر ایستلو پړاو دی چې په دې پړاو کې د معتاد له وینې څخه د نشه يي موادو زهر ایستل کېږي. "

د مونټ سینای روغتون څېړنې ښيي چې په امریکا متحده ایالتونو کې د کېمیاوي نشه يي موادو ډېری معتادین تر اندازې ډېر نشه يې مواد استعمالوی چې اوور ډوز (overdoses) یې بولي او دې وضعیت د معتادینو مړینه پنځوس سلنه ډېره کړې ده.

په افغانستان کې د معتادینو مرکزونو ته د ورغلو ناروغانو له معلوماتو څخه څرګندېږي چې په وروستیو کلونو کې ډېری ناروغان په کېمیاوي نشه يي موادو، په تېره بیا ښیښه معتاد شوي دي.

یو معتاد سړی
یو معتاد سړی

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر عبدالاحد قریشي وايي چې ميټاډون او بوپرنورفین درمل هم د اعتیاد سبب کېږي، خو که معتاد وغواړي چې دا نشه پرېږدي د نورو نشه يي موادو په پرتله یې پرېښودل اسانه کار دی.

" د ميټاډون اغېزې د انسان په وجود کې تر ډېره وخته پورې پاته کېږي، تر (۲۴) ساعتونو پورې هم کار کولای شي. که ناروغ يې یو سهار استعمال کړي نو تر بل سهاره پوري کار کوي او ناروغ خپل ورځني کارونه هم ورسره کوي، دا اعتیاد د نورو نشه يي موادو په پرتله لږ شرافتمندانه دی، دا مانا چې ناروغ د اعتیاد ترڅنګ خپل کار او ژوند مخ ته وړي، خپلو بچو ته پام کوي او پرېښودل يې هم اسانه دي. "

د افغانستان د معتادینو د درملنې په ځينو مرکزونو کې د ميټاډون او بوپرنورفین په وسیله د معتادینو عَرَضِي درملنه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پيل شوه.

کله چې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې جمهوري نظام ړنګ شو او د معتادینو د درملنې په برخه کې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې بندې شوې، د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې دې درملو ته هم لاسرسی بند شو، خو اوس ځينې معتادین په غير قانوني ډول د ډاکټر له نسخې پرته په درملتونونو کې دا درمل په ډېره لوړه بیه رانيسي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG