د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

فریبا: اولادونه مې له اعتیاد څخه د ژغورلو لپاره نورو ته سپارلي


ارشیف: په افغانستان کې په نشه يي توکو اخته مېرمن
ارشیف: په افغانستان کې په نشه يي توکو اخته مېرمن

په هرات ولایت کې یوه معتاده کورنۍ څو مياشتې کېږي چې د سرپناه نه درلودلو له امله د کال په ګرمۍ او یخنۍ کې د سړک پر غاړه ژوند تېروي.

فریبا په ایران کې لوړې زده کړې پای ته ورسولې او اووه کاله يې د هرات ولایت په یوه ښوونځي کې تدریس وکړ، خو اعتیاد هغه له درسي صنف څخه جلا کړه او سړکونو ته یې ورسوله.

فریبا، چې وېښتان یې شکېدلي، څيري او خيرنې جامې یې اغوستي د هرات ښار په یوه څنډه کې ډډه وهلې ده.

دا وايي څو مياشتې کېږي چې خپل اولادونه یې نه دي لیدلي، خو د اولادونو دا بېلتون د دې خپله خوښه وه.

دا مور چې پنځه اولادونه لري حاضره ده د خپلو اولادونو له کړاوونو ډک بېلتون وګالي، خو دا درد د دې لپاره زغمي چې اولادونه يې د نشه يي موادو له شر څخه خوندي پاته شي.

هغه وايي: "له کور او سرپناه پرته له اولادونو سره سرګردانه او لالهانده ګرځم، تاسې فکر وکړئ چې د یوې مور لپاره دا څومره ګران کار دی چې پنځه اولادونه ولري، خو سرپناه ونه لري. پنځه اولادونه لرم چې درې يې نجوني او دوه يې هلکان دي، اخر مجبوره شومه چې اولادونه په بادغیس ولایت کې د نیکه کره ولېږم، بیا هغوی غوریان ولسوالۍ ته ولاړل، دا کار مې یوازې د دې لپاره وکړ چې اولادونه مې ارام او ښه ژوند ولري."

فریبا هيله لري چې اولادونه يې له دې څخه د ليري‌والي په نتیجه کې ښه ژوند ولري، خو سمه نه پوهېږي چې کله يې اولادونه له دې څخه لیري شوي په دې موده کې د هغوی په ژوند کې څومره بدلون راغلی دی.

د فریبا معتاد مېړه فضل احمد هم د سړک پر غاړه ناست دی، دی بېکاري د خپل اعتیاد لامل بولي، خو ده په ظاهره د خپل ځان او کورنۍ د ژغورلو لپاره چندان کوښښ نه دی کړی، ځکه کله چې د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستري شو، تر اته څلوېښت کمو ساعتونو وروسته له دې مرکز څخه راووت او بيرته یې نشو ته مخه کړه.

هغه وویل: "لومړۍ ورځ چې راووتم یوه ورځ وروسته بیرته ګلدان ته راغلم او نشه مې پيل کړه. که کور او ځای مې درلودای برخه لیک به مې د اوس په شان نه وای. که د کار زمینه برابره وای سوال یا د نورو خلکو په ډول به مې کار کولای او ژوند به مې تېرولای."

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې همدا اوس په څلور زره بستريز مرکز او معتادینو د درملنې په څو کلينیکونو کې تر پنځه زره د ډېرو معتادینو ساتنه او پالنه کېږي.

د هرات ولایت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير حیات الله روحاني وايي چې په هرات ولایت کې ګڼ شمېر بې سرپناه معتادین او کورنۍ د سړکونو پر غاړه ژوند کوي.

هغه وویل: "زموږ سره بې کورنۍ او بې سرپناه خلک شته. موږ د هغوی لپاره یو لوی پلان په پام کې لرو چې په بشپړه ډول به د دوی درملنه کوو او بیا به د کار زمینه ورته برابروو."

د طالبانو حکومت له هغو معتادینو او هغوی له خپلوانو څخه چې د معتادینو د درملنې له مرکزونو څخه رخصت کېږي په لیکلې بڼه دا ژمنه اخلي چې بیا به نشه نه کوي، خو دې ډول ډېرو خلکو ازادي راډيو ته ويلي چې بېکاري او د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل د دې سبب شوي چې دوی له ټولنې سره له یو ځای کېدو سره سم بېرته معتاد شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG