د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي توکو بشري مرستې بندوي


ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام مرستو ته د اړمنو ښځو قطار
ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام مرستو ته د اړمنو ښځو قطار

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وايي، له روانې میلادي میاشتې وروسته به په افغانستان کې د خوراکي توکو بشري مرستې بندې کړي.

دغه پروګرام وايي، د بودیجې د کمښت له امله به له روانې مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د بشري خوراکي توکو مرستې بندې کړي.

د دې ادارې د چارواکو په وینا، یوازې په روانه میاشت کې به په افغانستان کې دوه نیم میلیونه خلک د دوی له بشري خوراکي مرستو برخمن شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله باید د مې له میاشتې وروسته د بشري مرستو پرګرام ودروي."

دی وايي، د روان کال په جون میاشت کې به د دغې ادارې د بشري خوراکي توکو مرستې په افغانستان کې یوازې نیم میلیون کسانو ته راټیټې شي.

د "ډبیلوایف‌پي" په وینا، نیم میلیون کسان چې د روان کال له جون څخه به مرستې ترلاسه کړي هغه کسان دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د دې مرستو له ترلاسه کولو پرته بله چاره نه‌لري.

ارشیف: په ارزګان کې پر اړمنو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې پر اړمنو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند زیاته کړه چې دا کمښت به یوازې د دې ادارې د بشري مرستو په سکتور کې وي، نه د دوی د مرستو په نورو برخو کې.

نوموړي دغه راز وويل، "ډبیلو‌ایف‌پي" په پام کې لري چې د روان کال له اکټوبر مياشتې له افغانستان سره ژمنۍ بشري خوراکي مرستې بیا پیل کړي چې د ده په خبره په راتلونکو شپږو مياشتو کې دغه سازمان د خپلو ټولو فعاليتونو لپاره له ٦٠٠ ميليونو ډالرو څخه ډېرې مرستې ته اړتیا لري او دا به په ټول افغانستان کې د ۷ میلیونه خورا زیان منونکو کسانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا د بشري مرستو د ځنډولو خبر د هغو کسانو د اندېښنې لامل شوی چې وايي، سختې اقتصادي ستونزې لري.

دوی وايي، که حالت همداسې دوام وکړي، دوی به کډوالۍ ته اړ شي.

د باميان ولايت اوسېدونکی قربان علي وايي، د کال شپږ مياشتې وزګار وي او د نړيوالو موسسو له مرستې پرته خپل ژوند ته دوام نه‌شي ورکولى.

هغه وویل: "د نړیوالو مرستو د ودرېدو په اړه ټول خلک اندېښمن دي، که دا مرستې بندې شي، خلک اړ دي چې کډوالۍ ته مخه وکړي."

د پروان ولايت یوې اوسېدونکې مېرمن چې ځان د قادري په تخلص راپېژني وايي چې په تېر جمهوري حکومت کې یې دنده درلوده او اوس بې کاره ده، مېړه يې عصبي ناروغي لري او کار نه شي کولای.

قادري وویل: میلیونونه کسانو شهیدان ورکړي دي. خلکو کولای شول چې په دې مرستو یوه ورځ یا یوه اوونۍ ګوزاره وکړي.

هغې وویل: "زه ډېره اندېښمنه یم، زموږ خلک ډېر بېوزله دي. ټول وطن یتیمانو او کونډو نیولی دی. میلیونونه کسانو شهیدان ورکړي دي. خلکو کولای شول چې په دې مرستو یوه ورځ یا یوه اوونۍ ګوزاره وکړي."

په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام د مسوولانو په وينا، په تېرو دوه کلونو کې دغې ادارې د افغانستان له نيمايي زياتو وګړو ته بشري خوراکي مرستې رسولي، خو ګام په ګام د بودجې له کمښت له امله د مرستو کمولو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۵ مه اعلان وکړ چې د بودیجې د کمښت له امله به په ټول افغانستان کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG