د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

اختر کې نویو کوژده شویو نجونو ته اختری وړل؛ دې چارې د افغانانو خوښي زیاته کړې


د افغانستان وچه مېوه. د افغانانو یو دود دا دی چې نویو کوژده شویو نجونو ته وچه او تازه مېوه وروړي.
د افغانستان وچه مېوه. د افغانانو یو دود دا دی چې نویو کوژده شویو نجونو ته وچه او تازه مېوه وروړي.

په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي نويو کوژده شويو نجونو ته اختری یا د اختر برخې وړلو د دوى د اختر خوښي زياته کړې ده.

کوژده شوې نجونې د اختر په ورځ ډېرې خوشاله وي ځکه چې خسرګنۍ يې ورته اختری وروړي.

فهیمه دانش وايي چې د اختر په لومړۍ ورځ یې خپلې نوې کوژده شوې ورېندارې ته اختری وروړې چې هغه خوشحاله شي.

د دې په وينا، نوې کوژده شوې نجلۍ ته د اختر برخه ورکول پخوانى دود دى چې دوى يې پرځاى کوي.

هغه زیاتوي: "د اختر په لومړۍ ورځ د خپل ورور د کوژدنې کور ته ولاړو، د اختر برخه مو وروړې وه لکه؛ وچه مېوه بادام، کاجو، پسته، چارمغز، نخود او ممیز او تازه مېوه مو هم اخيستې وه او د دې تر څنګ مو يو جوړه هم ورکړه."

ارشیف: په افغانستان کې د جلبیو د پخولو یوه هټۍ. د افغانستان په ډېری کورنیو کې نویو کوژده شویو نجونو ته د جلبیو او نورو خوږو وړل هم مهم بلل کېږي.
ارشیف: په افغانستان کې د جلبیو د پخولو یوه هټۍ. د افغانستان په ډېری کورنیو کې نویو کوژده شویو نجونو ته د جلبیو او نورو خوږو وړل هم مهم بلل کېږي.

د هرات ولايت اوسېدونکې تمنا، چې اته مياشتې کېږي کوژده شوې هم ازادي راډيو ته یې وويل چې نامزاد يې د دواړو د خوښۍ لپاره دغه دود پوره کړى دى.

خو نوموړې وايي چې دې خپل نامزاد د دې دود ترسره کولو ته نه دي اړ کړى.

هغه زیاتوي: "خبره دا ده چې دا د دواړو د خوښۍ لپاره ده، یعنې د زوم د خوښې خبره ده هغه وايي، غواړي خپلې کوژدنې ته هرڅه واخلي او اختر کې ورته وروړي، څه یې چې په خپله خوښه وي، زه یې نه مجبوروم."

خو کله کله د زوم کورنۍ د دې دود د ترسره کولو لپاره تر اقتصادي فشار لاندې وي، په تېره بیا په وروستیو کلونو کې چې د خلکو کار او د دسترخوانونو وضعیت دومره ښه نه دی.

ارشیف: په کابل کې د تازه مېوې یو دوکان. افغانان په اختر او نویو کوژده شویو نجونو ته تازه مېوه هم وروړي.
ارشیف: په کابل کې د تازه مېوې یو دوکان. افغانان په اختر او نویو کوژده شویو نجونو ته تازه مېوه هم وروړي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکي مسعودې ازادي راډيو ته وویل: "د اختر نمانځل زموږ د افغانانو پخوانی دود دی، خو زما نظر دا دی چې باید ډېر اصراف ونه کړو او بايد دواړه خوا يو بل درک کړي."

د اختر او نوروز برخه نوې کوژده شوې نجلۍ ته د خسرګنۍ له‌خوا یې په افغانستان کې یو ډېر پخوانی دود دی چې د کوژه شوې نجلۍ د زړه ساتلو لپاره ترسره کېږي او د نمانځلو بله موخه ترې دا ده، څو هغې ته دا احساس ورکړي چې د دوی د کور غړې ده او د ا یې ورسره برخه جوړېږي.

په دې برخه کې د زوم کورنۍ خپلې ناوې ته جامې، د سينګار سامان، وچه او تازه مېوه او ځینې خواړه او خواږه وروړي.

د یادونې ده چې د کوژده شوې نجلۍ کورنۍ هم بېرته د هغې د خسرګنۍ کورنۍ ډالۍ ورکوي.

دا دود د افغانستان په ځینو سیمو کې د کوچني او لوی اختر څخه څو ورځې مخکې او په ځینو سیمو کې د اختر په ورځو کې پالل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG