د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

یو شمېر افغانان: سږنی اختر د اختر په رنګ نه و او نه یې ځانګړی خوند درلود


ارشیف: په ارزګان کې د اختر د نمانځنې له مراسمو یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د اختر د نمانځنې له مراسمو یو انځور

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې سږني اختر د تېرو کلونو د اخترونو په څېر خوند نه درلود.

د دوی په وینا، د اقتصادي ستونزو په ګډون ګڼو لاملونو د خلکو د اختر د نمانځلو لېوالتیا کمه کړې ده.

د کابل ولایت اوسېدونکی حامد وايي: "د هغو اقتصادي ستونزو له امله چې زموږ په ټولنه کې شته یو بدلون دا و چې لیدل، کتل او تګ راتګ کم و. ډېری لېواله نه وو، یعنې خلک د تېرو اخترونو په شان ډېر په ولولو کې نه وو."

بل لامل، د اختر په لومړۍ ورځ د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو قطع کېدل وو چې د دوی په وینا له امله یې خپلو عزیزانو سره د اختر مبارکیو فرصت له لاسه ورکړ.

حامد وايي چې د اختر په لومړۍ ورځ د مخابراتي شبکو د خدمتونو د بندېدو له امله یې ونه شول کړای چې له خپل ورور او نورو خپلوانو سره چې له هېواده بهر دي، اختر مبارکي وکړي.

د ده په خبره، له دې امله د دوی مسافر هم په اندېښنه کې شوي وو او ادعا کوي چې څو ساعتونو لپاره د دوی ټیلفونو کار نه کاوه.

ارشیف: په افغانستان کې د یوې مخابراتي شبکې انتن
ارشیف: په افغانستان کې د یوې مخابراتي شبکې انتن

د نورستان ولايت اوسېدونکى عبدالظاهر هم وايي چې سږ کال اختر د بېلابېلو ستونزو له امله دوى ته ډېر خوندور نه و.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "پرون مخابراتي ستونزې ډېرې وې. تاسې خو به خبر یئ چې د نورستان خلک له یوې بدې او غمجنې پېښې سره مخ شوي وو، خلک د خاورو لاندې شول. سږ کال اختر بې خونده و، ستونزې ډېرې وې، خوند مو ترې وانه‌خیست."

د نوموړي په خبره، تر اوسه د دغه ولايت خلک چې کورونه يې ويجاړ شوي، تر خيمو لاندې ژوند کوي او يا هم له خپلو کورونو بهر دي، نه د طالبانو حکومت او نه هم موسسو په دې برخه کې کوم اقدام کړى.

عبدالظاهر د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې پېښې ته اشاره کوي چې ٢٥ تنه په کې ووژل شول او يو شمېر کورونه ويجاړ شول.

هغه مهال په نورستان کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو مسوولانو د غره ښویېدنې لامل سخت اورښت بللی و.

د بېلابېلو ولایتونو دا اوسېدونکي په داسې حال کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د مخابراتي شبکو د منظمو خدماتو له نشتوالي شکایت کوي چې په دې اړه تر اوسه نه مخابراتي شبکو او نه هم د طالبانو حکومت څه ویلي دي.

ازادي راډیو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وپوښت، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د شته ستونزو له امله افغانان د اختر له بې خوندۍ داسې مهال شکایت کوي چې له اختر یوه ورځ مخکې د خوړو نړیوال سازمان یا‌ "ډبلیو‌ایف‌پي" په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړه چې په کې ویل شوي وو، سږ کال افغانستان کې اختر داسې مهال رارسېږي چې د کافي بودیجې د نه لرلو او د دوی د مرستو د کمښت له امله امکان لري چې په دغه هيواد کې بېوزلي نوره هم زیاته شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG