د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

سیستان او بلوچستان کې بریدونه؛ د ایران له حکومته پر خپلې تګلارې د بیا کتنې غوښتنه وشوه


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په دوو ولسوالیو کې د پنجشنبې د ورځې له خونړیو بریدونو وروسته د دغه هېواد له حکومته وغوښتل شول چې پر خپلې تګلارې بیا کتنه وکړي.

د ایران امنیتي چارواکي وايي چې د سیستان او بلوچستان د حملو په تړاو یې څو تنه نور نیولي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار او راسک ولسوالیو کې د جېش العدل په نوم ډلې د ایران د سپاه پاسداران او پولیسو پر مرکزونو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د ایران لږترلږه ۱۱ تنه امنیتي ځواکونه او ۱۸ حمله کوونکي ووژل شول.

جېش العدل، چې د ایراني بلوچو سُنیانو یوه ډله ده، ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې، چې په پنځو سیمو کې یې هممهاله وکړل، د ایران د سپاه پاسداران او پولیسو ډېر غړي وژلي دي.

په چابهار کې د روغتون ډاکترانو ویلي چې له دې بریده ۴۴ ټپیان وروړل شوي دي.

په همدې حال کې په سیستان او بلوچستان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید، د دغو بریدونو په غبرګون کې له چارواکو غوښتي چې د خلکو غوښتنو او نظرونو ته غوږ ونیسي.

ده ټینګار کړی چې د وینې بهونې او جګړې مخالف دی، خو له چارواکو غواړي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

مولوي عبدالحمید ویلي چې باید د ډېرو سختو دښمنانو خبرې هم واورېدل شي.

په سیستان او بلوچستان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید
په سیستان او بلوچستان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید

له بلې خوا د ایران د اسلامي شورا یا مجلس د ملي امنیت د کمېسیون غړي محمود عباس زاده مشکیني د سیستان او بلوچستان ولایت د حملو په اړه ایراني رسنیو ته ویلي چې د خپل کمیسیون د سبانۍ یکشنبې د ورځې په غونډه کې به په دې اړه بحث وکړي.

ده تور ولګاوه چې په ایران کې حمله کوونکو ډلو ته پاکستان پناه ورکوي او پر دې سربېره د ایران د کورني مدیریت کمزورتیا سبب شوه چې دا ډول بریدونه وشي.

عباس زاده بې له دې چې د کوم چارواکي نوم واخلي، وویل چې باید اړوند چارواکي ځواب ووايي.

ده دا هم وویل چې باید په دې اړه له پاکستان سره جدي خبرې وشي.

د تېر کال د جدي په وروستیو کې د ایران سپاه پاسداران ځواک د پاکستان پر خاوره توغندي وویشتل او ویې ویل چې د جېش العدل پټنځایونه یې ویشتي دي.

د ایران دا اقدام د پاکستان له متقابل اقدام سره مخامخ شو خو وروسته دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې په خپل منځ کې به اړیکې نه ترینګلې کوي.

جېش العدل، یا هغه ډله چې په چابهار او راسک ولسوالیو کې یې د پولیسو او سپاه پاسداران پر مرکزونو د پنجشنبې په ورځ خونړي بریدونه وکړل د امریکا، ایران او پاکستان له لوري تروریستي دله پېژندل کېږي.

د دې ډلې نوم، شاوخوا ۱۴ کاله پخوا وروسته له دې واورېدل شو چې د بلوچستان د سنیانو د یوې بلې ډلې، جندالله مشر عبدالمالک ریګي د ایران د حکومت له لوري اعدام شو.

دې ډلې په تېرو ۱۴ کلونو کې په ځلونو پر ایراني ځواکونو بریدونه کړي او مرګ ژوبلې یې وراړولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG