د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

مېلر: موږ په افغانستان کې د نیول شویو امریکایانو د خوندیتوب په اړه اندېښمن یوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر یوځل بیا د هغو دوو امریکايي وګړو په اړه چې له طالبانو سره بندیان دي، اندېښنه ښودلې ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې رسنیو سره د خبرو پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکايي وګړي رښتیا هم د طالبانو په زندان کې دي، وویل: "غواړم دوه ټکو ته اشاره وکړم، لومړی دا چې موږ له ژمنو سره سره اندېښمن یوو. موږ په افغانستان کې د نیول شویو امریکایانو د خوندیتوب په اړه اندېښمن یوو. دویم دا چې موږ په فعال ډول د هغوی د ازادۍ لپاره هڅې کوو او دې کار ته به دوام ورکړو."

دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد رسنیو سره خبرو کې دا تایید کړه چې له دوی سره دوه امریکايي وګړي بندیان دي.

د طالبانو حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد دا خبره په یوه غږیز کلیپ چې د طالبانو تر کڼترول لاندې ملي راډیو د تېرې سه‌شنبې په ورځ خپور کړ، ویلې وه.

هغه د دې بهرنیو وګړو د نیول کېدو لامل د افغانستان له قوانینو سرغړونه بللې وه، خو په دې اړه یې ډېر جزییات نه و ورکړي؛ مګر زیاته کړې یې وه چې په دې اړه یې د متحده‌ایالاتو سره خبرې کړي دي.

خو امریکايي چارواکو بیا په ځلونو ویلي چې دا دوه تنه بې له کوم لامل نیول شوي دي.

بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکی صلاح‌الدین سعیدي له طالبانو سره د امریکايي وګړو د خلاصونو په اړه د متحده‌ایالاتو د مذاکراتو ته په اشارې وايي، که څه هم د دې خبرو اترو جزییات بربنډ نه‌دي، خو طالبان له دې لارې د امتیاز اخستو په لټه دي.

سعیدي وویل: په امریکا کې انتخابات رانږدې دي او د امریکا له‌خوا ډېرې راکړې ورکړې د پوهېدو وړ دي، څو د امریکايي ملت او خپلو موکلینو ذهنیت خپل کړي او خپلو خلکو ته وښيي چې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره اغېزمن کار کوي.

سعیدي وویل:"په ټوله کې دا دول تعامل هر ځای کېږي او طالبان دې ته لېوال دي چې امتیاز ورکړي یا هم امتیاز واخلي. مطمئناً دا ډول تعامل استخباراتي دی او په استخباراتي شکل صورت نیسي. په امریکا کې انتخابات رانږدې دي او د امریکا له‌خوا ډېرې راکړې ورکړې د پوهېدو وړ دي، څو د امریکايي ملت او خپلو موکلینو ذهنیت خپل کړي او خپلو خلکو ته وښيي چې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره اغېزمن کار کوي."

امریکايي این‌بي‌سي NBC خبري شبکې د تېرې شنبې په ورځ د جمهور رییس بایډن د ادارې د ملي امنیت د دوو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې طالبانو دوه امریکايي وګړي نیولي او متحده‌ایالات غواړي چې دوی بېرته ازاد شي.

د دې راپور پر بنسټ، له دوی د یوه امریکايي وګړي نوم رایان کوربت دی.

له دې وړاندې د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک‌کال ویلي وو چې ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي یو شان په هیڅ ډول د امریکايي وګړو غیر قانوني نیول نه زغمي.

د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک‌کال
د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک‌کال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې هم ویلي و چې د واشنګټن لپاره په بهر کې د امریکايي وګړو له خوندیتوب بل لوړ لومړیتوب نه‌شته او له طالبانو سره خبرو کې به فشار راوړل شي چې په رایان کوربت په ګډون په افغانستان کې زنداني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG