د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

یو‌ایس‌‌آی‌پي: په افغانستان کې معلولې ښځې له تبعیض، انزوا، سپکاوي او تحقير سره مخ دي


ارشیف: په افغانستان کې معلولې ښځې
ارشیف: په افغانستان کې معلولې ښځې

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو او بندیزونو د ناوړه پایلو په اړه د اندېښنو په دوام، تازه د امریکا د سولې انسټېټیوټ ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د طالبانو پرله‌پسې بنديزونه د دې لامل شوى چې معلولې ښځې خپله ګټه وټه له لاسه ورکړي.

دغه انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ د 'افغان معلولینو پر وړاندې ننګونې' په نوم یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې دغه بندیزونو د معلولینو د ملاتړ د هر اړخیز پروګرام د نشتوالي ترڅنګ ګڼې معلولې ښځې په واټونو کې سوال کولو ته اړې کړي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې د طالبانو لخوا له ښځو سره د شرعي محرم شتون د فرمان په صادرول د معلولو ښځو او نجونو پر وړاندې ننګونې لاپسې زیاتې کړې دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د امریکا د سولې د انسټېټیوټ راپور زیاتوي چې معلولې ښځې په افغاني ټولنه کې په ځانګړې ډول له تبعیض، انزوا، سپکاوي او تحقير سره مخ دي.

د دې انسټېټیوټ په وینا، دا مسئله د اندېښنې او خپګان د زیاتوالي لامل شوې، ځکه چې هره ورځ افغان معلولې مېرمنې د تبعیض او تعصب سره مخ کېږي چې دا د دوی د وقار او د ژوند کیفیت د ټيټوالي لامل کېږي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په راپور کې راغلي، د هغو کسانو لپاره چې له زېږون راهیسې معیوب زېږېدلي وي، ننګونې نورې هم ډېرې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر معلولې ښځې او نجونې وايي چې له مالي ملاتړ او کم معاش او د کار نشتوالي له امله ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بلخ ولایت د مزارشريف ښار اوسېدونکې شبانه صديقي چې نابینا ده، وايي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره يې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

نوموړي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پوهنتون څلور کلن کورس يې د سالمو خلکو تر څنګ پای ته ورساوه او د ليسانس سند يې هم ترلاسه کړ او د نابينايانو لپاره يې په يوه موسسه کې د بریل خط زده کړه ورکوله.

صدیقي وايي: دولت لږ معاش یوه نابينا ته ورکوي، په حقیقت کې د هغوى ژوند ډېر سخت دی.

هغه وايي: "له بده مرغه حکومت (د طالبانو حکومت) د معلولینو لپاره نه د کار زمینه برابروي، نه د حرفوي زده کړو زمینه او نه هم مناسب معاش ورکوي. دولت لږ معاش یوه نابينا ته ورکوي، په حقیقت کې د هغوى ژوند ډېر سخت دی."

یوه بله نابینا مېرمن چې د کابل اوسېدونکې ده او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته د خپلو ستونزو په اړه وویل: "د شهیدانو او معلولینو وزارت ځینو نابینایانو ته د میاشتې دوه زره افغانۍ او نورو ته درې زره افغانۍ ورکوي، تاسو پوهېږئ چې دا دومره پیسې د یوه کس لپاره بسنه نه کوي، نو یوې کورنۍ ته به څنګه بسنه وکړي."

مخکې تر دې هم یو شمېر معلولینو له ازادي راډیو سره په مرکه کې په خپل وخت د امتیازاتو د نه ترلاسه کولو په اړه شکایتونه کړي، خو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي وو چې سږ کال له لس نیم میلیارده افغانیو زیاتې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بانکونو له لارې ویشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې د ګروند تورت سليوشن مرستې رسولو نړیوال سازمان یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو، په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره بشري مرستو ته لاسرسی خورا ستونزمن دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې یوازې ۱۲ سلنه معلولین بشري مرستو ته لاسرسی لري او ۶۱ سلنه یې بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په خپل راپور کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوي نظام د ۲۰۱۸ کال د یو راپور په حواله لیکلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۲ میلیونه معلولین شته چې ۴۱ سلنه یې ښځې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG