د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

افغانستان کې د کونډو مېرمنو د ژوند ناوړه وضعیت؛ طالبان: د کونډو د ثبت نوې لړۍ پیلوو


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر کونډې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر کونډې مېرمنې

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کونډو مېرمنو شمېر له ۲۵۸ میلیونو څخه زیات دی.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې مېرمنې کوي، د بې وزلۍ له خطر سره مخ دي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

دغه سازمان د جون د ۲۳مې د کونډو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، جګړې، بې ځایه کېدو، کډوالۍ او کرونا ویروس په دې وروستیو کې لسګونه زره مېرمنې کونډې کړې او د ډېرو مېړونه ورک شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کونډو مېرمنو شمېر له ۲۵۸ میلیونو زیات دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، موندنې ښيي چې اکثره کونډې ښځې له خپلو حقونو بې برخې پاتې دي او تبعیض سره مخ دي او دا ورځ دا فرصت برابروي چې د کونډو مېرمنو د بشپړو حقونو د ترلاسه کولو او پېژندلو لپاره اقدام وشي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې، د ملګرو ملتونو سازمان د جون ۲۳مه د کونډو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله، ترڅو د دوی ملاتړ ته د نړۍ پاملرنه را واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کونډو د ژوند شرایط د پخوا په پرتله خراب شوي دي.

په ارزګان کې کونډې ښځې
په ارزګان کې کونډې ښځې

يو شمېر ښځې وايي، چې له کونډتون وروسته له سختې بې وزلۍ سره مخ دي.

په کابل کې یوې کونډې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، له زده کړو هم بې برخې شوې وه او دوه کاله وړاندې یې چې مېړه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، هيڅ مرسته ورسره نه ده شوې او ماشومانو ته یې یوه مړۍ ډوډۍ کورونو کې د جامو په مینځلو پيدا کوله.

دا مېرمن وايي: "زما ژوند ډېر خراب دی، ډېره مجبوره یم، څلور ماشومان لرم، مشر اولاد مې ۵ کلن دی، ټول واړه دي. ډېرې زیاتې اقتصادي ستونزې لرم، خاوند مې په ځانمرګي بريد کې شهید شو، هغه جومات ته د لمانځه لپاره تللی و."

مقدسه یوه بله ښځه ده، چې په کابل کې اوسیږي او څلور کاله وړاندې یې مېړه مړ شوی دی.

مقدسې ازادي راډيو ته وویل: "ډېره په ځوانۍ کې کونډه شوم، کله چې کونډه شوم ژوند مې ډېر خراب شو او دې ته اړه شوم چې کار وکړم، د ټولو مسوولیت راتر غاړې شو، هم خپل او هم مې د اولادونو مسوولیت. اولادونو مې د کار لپاره ښوونځی پرېښود او له ما سره یې کار کاوه، د کورونو له پاکولو نیولې تر درنو کارونو پورې، ټول مو وکړل چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، د کار کولو له لاسه راته ډېرې ناروغۍ پیدا شوي."

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، په ۱۵ ولایتونو کې د معلولینو، یتیمانو او کونډو له نوملړ څخه د ۳۵۰۰ کسانو د نومونو په ایستلو سره به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نوم لیکنې بهیر، چې د څېړنو په مقصد درول شوی و، له څلورو میاشتو وروسته به بیا پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې په دې اړه یوې غونډې ته وویل، له نوملړ ایستل شوي کسان د دغه وزارت د تګلارې خلاف ثبت شوي وو.

نوموړي ویلي: "٣۵۰۰ هغه کسان چې د امارت د وزارت طرحې ته برابر نه و او ثبت شوي وو، هغه له دغه ثبت څخه ووتل، مطلب دغه ٣۵۰۰ کسان له ټولو ولایاتو دي. یعنې د دغه امتیاز نه چې د امارت له خوا کونډو، یتیمانو او معلولينو ته ورکول کېده، ووتل او مونږ غواړو له نن څخه بيا د ثبت نوې لړۍ پیل کړو."

عبدالحکیم حقاني د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معیارونه او طرزالعملونه روښانه نه کړل او نه یې وویل چې، له نوملړ څخه ایستل شوي کسان د پخواني جمهوري نظام د کارکوونکو معلولین، کونډې او یتیمان دي که نه؟

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، ۸۰ زره کونډې او ۳۵۰ زره یتیمان ثبت دي او یاد وزارت هڅه کوي د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د دغه وزارت د روان هجري لمریز کال له ځانګړې شوې ۱۲ میلیارده افغانۍ بودجې څخه د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړي.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د کار او ټولنیزو چارو وزارت په افغانستان کې د کونډو او یتیمانو شمېر درې نیم میلیونه اعلان کړی و، چې ډېری یې د پېښو په وروستیو کلونو کې د ړنګ شوي جمهوري نظام د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو، ځانمرګي بریدونو او چاودنو له امله کونډې شوې دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعاله حمیرا سادات وايي، په افغانستان کې په ځانګړې ډول په لرو پرتو ولایتونو کې د کونډو ښځو د ستونزو د حل لپاره اړینه ده، چې اساسي حل لارې ولټول شي.

سادات وایي: "که له دغو ښځو څو مياشتې مالي ملاتړ وشي، وروسته به بیا خپل ژوند څنګه پر مخ بیایي؟ دوی به بیا له ستونزو سره مخ وي، خو که مونږ هم دوی ته د کوم کسب او مهارت د زده کړې زمینه برابره کړو، یعنې د کبانو د خوړو پر ځای ور وښیو چې څنګه کبان ونیسي، دا به ډېره ښه وي."

افغانې کونډې په داسې حال کې د ستونزو یادونه کوي، چې د طالبانو حکومت د ښځو پر زده کړو د محدودیتونو سربېره په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

بل خوا افغانستان دا مهال له ډېر جدي بشري ناورین سره مخ دی.

د اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا، د میلیونونو ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸.۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG