د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

بینېټ د ځوانو افغان نجونو د ځان‌وژنې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې


د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د ځوانو افغان نجونو د ځان‌وژنې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ریچارډ بینېټ وايي، د ځوانو افغان نجونو د ځان‌وژنې د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.

بینېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې په دغه هېواد کې د ځان‌وژنې ۵۰ سلنه پېښې د ځوانو نجونو تر منځ دي او ډېری یې د افغانستان په سویل کې ترسره شوې دي.

هغه دغه راپور د پنجشنبې په ورځ په ژینو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې وړاندې کړ.

په ژینو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
په ژینو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د بینېټ په خبره، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض، ځپل او محرومیت بنسټیز شکل لري چې د ده په ټکو د دا وضعیت د جنسیت پر بنسټ ځورول، د بشریت ضد یو جنایت دی.

هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي دي.

په ورته وخت کې، د ځوانو نجونو د ځان وژنې یو شمېر عیني شاهدان وايي چې کورنۍ یې ډېری دې ته اړ کېږي چې دا قضیې پټې وساتي.

یوه له دوی څخه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو سره یې په خبرو کې ادعا وکړه چې د تېرې زیږدیز میاشتې په لومړیو کې طالبانو د دوی یوه ملګرې د حجاب نه مراعتولو په تور د کابل په مکروریانو کې نیولی وه چې په خبره یې له خوشې کېدو وروسته يې ځان وژنه وکړه.

هغه وايي: "له یوې ملګرې سره مې په لاره روانه وم، څو کسانه له موټره راښکته شول او هغه نجلۍ یې له ځان سره بوتله، ما ته یې څه ونه ویل، خو هغه نجلۍ یې په زوره موټر ته پورته کړه، هر څه يې چې چیغې ووهلې، خو هغه یې بوتله او درې ورځې وروسته کله چې بېرته راغله په همغه ورځ یې ځان وژنه وکړه."

د دې په خبره، د نجلۍ کورنۍ تر اوسه نه ده توانېدلې چې د خپلې لور د ځان وژنې قضيه رسنیزه کړي او په ټکو یې د امنيتي ستونزو له امله چوپه خوله پاتې شوي دي.

د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې لامل د تاوتریخوالي او محدودیتونو زیاتوالی بولي.

هغې وویل: "له بده مرغه دغه اوسنی وضعیت چې طالبانو رامنځته کړی، د ښځو پر روح او روان يې ډېر بد اغېز پریښی. له یوې خوا اقتصادي ستونزې لري او له بلې خوا د کار او زده کړې اجازه نه لري چې په پایله کې نا هیلې کېږي او ځان وژنه کوي. په تېرو دوه نیمو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې نجونو ځان وژنه کړې ده."

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ په خپل راپور کې په ځینو دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې په ګډون تاوتریخوالي او ناوړه چلند ته هم اشاره کړې ده.

هغه زیاته کړې، داسې تورونه شته چې دا ناوړه چلند د دیني مدرسو د هغو ښوونکو له خوا ترسره کېږي چې د ده په ټکو د خپل دې عمل په وړاندې معافیت لري.

د ښځو او نجونو د ځان وژنې په اړه د ریچارډ بینېټ د نوي راپور او د ښځو د حقونو د فعالانو او عیني شاهدانو د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتل شو، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو د طالبانو حکومت، تر دې وړاندې دا ډول تورونه او راپورونه رد کړي او تل یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقونه خوندي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG