د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د کابل د راتلونکې اوونۍ غونډه او په اړه یې د طالب سفیر او چینایي چارواکو لیدنه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ - ارشیف
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ - ارشیف

په چین کې د طالبانو حکومت سفیر، مولوي اسد الله (بلال کریمي) د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا برخې مرستيال ماو مینګ سره په لیدنه کې په کابل کې د تماس ډلې د غړو هېوادونو د را روانې غونډې په اړه خبرې کړي.

ياد شوي سفارت د جنوري په ٢٦مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې بلال کریمي په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ٢٩مه په کابل کې ترسره کیږي، د ګډونکوونکو هېوادونو لخوا د لازیاتو خپلمنځي همکاریو په رامنځته کولو ټینګار کړی.

که څه هم په دې اړه چې په دې غونډه کې به په کومو موضوعاتو بحث وشي څه نه دي ويل شوي، خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې باید په دې ډول ناستو کې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی د تګلارو له امله ځواب ویونکي وګرځول شي.

د ښځو د حقونو فعاله او یوه معترضې میرمن، پریسا مبارز ازادي راډيو ته وویل:

" په دې ډول ناستو کې باید طالبان ځواب ویونکي وګرځول شي. باید دوی ځواب ورکړي چې د خپل د حضور په دې دوو کلونو کې دوی له ترور او د بې ګناه خلکو له وژلو پرته يې افغانانو سره څه کړي؟ په دې دوو کلونو کې ښځې د ټولنې او سیاست څخه لرې شوي او ان د کورونو څخه له وتلو محرومې شوې دي. "

یو شمېر ښځینه فعالانې وایي چې طالبان باید په داسې غونډو کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره تر فشارلاندې راوستل شي- تصویر له ارشیفه
یو شمېر ښځینه فعالانې وایي چې طالبان باید په داسې غونډو کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره تر فشارلاندې راوستل شي- تصویر له ارشیفه

د بشري حقونه فعاله، مينه رفيق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" که دوی د یوې موضوع په اړه غږیږي نو باید دې موضوع ته لومړيتوب ورکړي چې نړیوال ترهګرۍ ته نه ووايي او طالبانو ته نه ووايي. ځکه دا یوازېنۍ لاره ده چې دوی کولای شي د افغانانو او مېرمنو تر څنګ ودریږي."

ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت په کوربه توب د تماس ډلې د غړو هیوادونو په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، روسیې او چین هیوادونو استازي برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف چې هېواد یې په کابل کې د سیمه ییزې غونډې یو له مهمو ګډونوالو څخه دی، په دې وروستیو کې یې ویلي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر : د ټول شموله حکومت او ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د ژمنو تر نه پوره کېدو به د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژنو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر : د ټول شموله حکومت او ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د ژمنو تر نه پوره کېدو به د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژنو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر، سید رسول موسوي تر دې مخکې په خپله ایکس پاڼه لیکلي و، اړینه ده چې د کابل غونډه د دوحې تر غونډې مخکې ترسره شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي آنتونیو ګوتریش په مشرۍ د غړو هېوادونو او سیمه ييزو سازمانونو د ځانګړو استازو دا غونډه به د فبرورۍ په ١٧مه او ١٨مه په قطر کې ترسره شي.

د کابل غونډې لپاره د طالبانو حکومت او ګډون کوونکو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې داسې مهال روانې دي چې د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د ایران، روسیې، چین او پاکستان په شمول ځینو هېوادونو خپل استازي کابل ته لېږلي او د طالبانو له حکومت سره سوداګریزې اړیکې هم لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG