د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

د چین د بهرنیو چارو وزارت: د سیمې هېوادونه باید د یوبل د ملي حاکمیت درناوی وکړي


د چین د بهرنیو چارو وزارت
د چین د بهرنیو چارو وزارت

د چین د بهرنیو چارو وزیر د ټرانس همالیا فورم د درېيمې غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې له هېوادونو وغوښتل چې یو د بل د ملي حاکمیت درناوی وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سیمې هېوادونه باید د یوبل د ملي حاکمیت درناوی وکړي.

'وانګ یي' دغه څرګندونې په تبت کې د ټرانس همالیا فورم غونډې ته داسې مهال وکړې چې له هند سره یې د هېواد اړیکې د همالیا د ختیځې برخې پر سر کړکېچنې دي.

دغه غونډه د نیانګشي په ښار کې چې د هند له آروناچال پرادیش ایالته ۱۶۰ کیلومتره لیرې دی او پېکېنګ هغه د تبت برخه بولي، جوړه شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې: "موږ باید متقابل احترام او باور ته غاړه کېږدو، په ګډه سیمه‌ییز یووالی وساتو او د یوبل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړو."

د چین او هند ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۰ کال کې له سرحدي شخړو وروسته چې شل هندي او څلور چینایي سرتېري په‌کې ووژل شول، ترینګلې شوې.

روان کال د چین د هغې نقشي خپرولو هم هند په غصه کړ چې په‌کې د همالیا په ختیځه برخه کې د هند آروناچال پرادیش ایالت د تبت جنوبي برخه بولي. هغه جلا غوښتونکې سیمه چې د چین تر کنټرول لاندې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د ټرانس همالیا په دې دوه ورځني فورم کې چې پرون پنجشنبې پای ته ورسېد، د افغانستان، پاکستان، نیپال او منګولیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازیو ګډون کړی و.

د هند استازي لکه د دې فورم د مخکینیو د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو د غونډو په څېر په دې غونډه کې هم ګډون نه و کړی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ټرانس همالیا د فورم یو ګډونوال و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

هغه د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د دې سیمې شریکې ګټې په اقتصادي ثبات، اوږدمهاله همکارۍ او خپلمنځي باور کې نغښتي دي او زیاته کړه چې ټرانس همالیا سیمه د نفوسو او طبیعي منابعو له پلوه یوه بډایه سیمه ده او د ګډې همکارۍ په نتیجه کې کېدای شي چې سیمه له خپلو طبیعي سرچینو او منابعو پوره استفاده وکړي.

د متقي په خبره د افغانستان له امنیت او ثبات څخه په استفادې اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا هېواد د جګړو د میدان پر ځای د سیمې د اقتصادي نښلون په مرکز بدل شي.

نوموړي چین د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړ او له دې هېواد سره یې سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته د پراختیا ورکولو په ترڅ کې د واخان دهلیز یا کوریډور د جوړولو یادونه وکړه او ویې ویل: "موږ ته مهمه ده چې له چین سره د تجارت او ټرانزیټ د لا ښه‌والي لپاره افغانستان او چین سره وصل شي."

متقي زیاته کړه: "د افغانستان حکومت لېواله دی چې د چین په توافق او همکارۍ پر واخان کوریډور کار وشي او د همالیا د غرونو لړۍ زموږ او د چین ترمنځ د جلاوالي نښه نه بلکې د اتصال مثال شي او افغانستان او چین مخامخ له یو بل سره ونښلي. دا به نه یوازې د دوه اړخیز تجارت لپاره لنډه او ارزانه لاره رامنځته کړي بلکې د افغانستان له لارې په ګټې اخیستو چین له ایران سره او همداسې له منځني ختیځ سره په لنډه او ارزانه لار وصل کېدای شي."

متقي همدارنګه وویل چې حکومت یې د چین د ولسمشر د یوه کمربند یوې لارې د نوښت او همدارنګه د چین پاکستان د اقتصادي کوریډور ملاتړ کړی او چمتووالی یې ښودلی چې د دې کوریډور یوه برخه شي.

د ټرانس همالیا د فورم د سږنۍ غونډې کوربه هغه سیمه ده چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې د بشري حقونو ډلو او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو تل اندېښنې څرګندې کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په تېره اګست میاشت کې په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالاتو په یو شمېر چینایي چارواکو د ویزې بندیزونه په دې خاطر لګولي چې په هغو هڅو کې لاس لري چې د شپې دولتي ښوونځیو ته په زوره تبتي ماشومان جذبوي او په دې توګه غواړي د تبت دودونه له منځه یوسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

خو پېکېنګ دغه ادعاوې په کلکه رد کړي دي.

چین د تبت په څنګلوري شینجین ایالت کې چې اکثریت اوسېدونکي یې اویغور مسلمانان دي، هم له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو ادعاوې رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG