د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

پر ښځو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر ښځې: طالبانو د کابل په لومړیو مکروریانونو کې د ښځو یو پارک تړلی


په کابل کې د یوه پارک یوه څنډه
په کابل کې د یوه پارک یوه څنډه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا عمومي تقریحي پارکونو او تفریحي ځاینونو ته د بندیزونو په دوام، د یو شمېر ښځو په خبره دوی د کابل په لومړیو مکروریانونو کې د ښځو سیمه‌ییز پارک هم تړلی دی.

د لومړیو مکروریانونو اوسېدونکې او افغان لیکواله اوږۍ امېل وایي، له کومې ورځې چې طالبانو د دوی په سیمه کې د مېرمنو ځانګړی پارک تړلی، ښځې د بنډار او تولیداتو لپاره هېڅ ځای نه لري.

امېل ازادي راډیو ته وویل، له افغان مېرمنو د دوی حقونو اخیستل چې د اسلام دین ورکړي، دوی ته د زغم وړ نه دي.

نوموړې زیاتوي کله به چې روحي فشار ورباندې زیات شو، نو د کور په خواکې به نږدې دې پارک ته ورتله، خو په خبره یې اوس طالبانو له هغه هم محرومه کړه.

هغې زیاته کړه: "یو ښکلي په معیارونو برابر پارک و، کانتین یې درلوده، په هغه کې به ښځو پیرکي آشک، سمبوسې او داسې نور خواړه چمتو کول، ښځو تنور ایښی و، ښایسته ډوډۍ یې په کې پخولې، موږ به ورتلو هلته مو ځان ته لمر ورکاوه، ورزش مو کاوه، د مېرمنو په لاس تیار شوي خواړو مو اخیستل، ښځې به له دې بلاکونو څخه راتللې دومره د خوښۍ ماحول جوړېده، چې حد یې نه و، خو اوس هر څه لاړل بند شول."

د طالبانو حکومت دا اقدام ورسته له هغې دی چې مخکې دوی ښځې او نجونې عمومي تفریحي پارکونو او تفریح ځایونو ته له تګ هم منع کړې وې او په وروستي اقدام کې یې بند امیر تفریحي ځای ته هم د دوی په تګ بندیز ولګاوه.

بند امیر پارک یوه څنډه چې طالبانو د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.
بند امیر پارک یوه څنډه چې طالبانو د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

نرګس چې په خبره یې رواني ستونزې لري، وایي، د لومړیو مکروریانونو په سیمه ییز پارک کې به له خپلو دوستانو سره کېناستله، په باور یې یوازینی د راز او نیاز ځای یې همدا پارک و.

هغې وویل: "دلته سره ټولېدلو د زړه راز مو سره شریکاوه. پارک زما د هیلو او ارزوګانو ځای و. اوس ورځم خو څوک مې دننه نه ورپرېږدي، ډېره خفه شم، غواړم چې په ټول افغانستان کې پارکونه خلاص شي، د ټولو لکه ما غوندې زړه تنګ دی."

یوه سینګارګره مېرمن چې په همدې پارک کې یې مېرمنو ته سینګار کاوه وایي په خپل کار کې ۳۶ کلنه تجربه لري، خو تر ټولو ښه وخت یې همدلته په دې پارک کې له مېرمنو سره تېر کړی دی.

دا مېرمن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راته وویل چې په پارک کې له کار څخه یې دومره پیسې پیدا کولې، چې د ژوند ټولې ستونزې یې ورباندې حل کولې، خو اوس راتلونکي ژوند ته حیرانه ده.

هغې زیاته کړه: "د کور او دوکان کرایه مې ورکوله، د شاګردې معاش کېده، خرڅ او خوراک کېده، اوس نو په کورکې ناسته یم، بل کار خو نه شته، د دې لپاره چې لږ وګرځم، دا دی اوس هم ښار ته راغلې یم، که ځای په ځای کېنم په پښو شلېږم."

دا مېرمنې د طالبانو له حکومت غواړي، چې پر ښځو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې پارک د بندېدو د لامل او د سیمې د اوسېدونکو مېرمنو د غوښتونو په اړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت ویاند عاکف مهاجر وپوښتي، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدلو پورې ځواب ورنه کړ.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په نیمایي کې د دوهم ځل له پاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل په پیل کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې په کور کېنولې، بیا یې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې، دغه شان، ورزشي کلبونو، ښځینه حمامونو او له شرعي محرم پرته د دوی په لرې واټڼ سفر هم بندیز ولګاوه.

په ډېری دولتي ادارو او ټولو نا دولتي موسسو کې یې دوی له کار راوګرځولې او سینګارتونونه یې هم ور وتړل.

د ښځو په وړاندې د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخ ډول غندل شوي، خو دوی په خپل دریځ کې کوم نرمښت نه دی راوستی او نه یې خپلې پرېکړې بېرته اخیستې دي.

XS
SM
MD
LG