د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د لوبو له میدانه؛ عثمان غني ولې له کرکټ سره پرېکون وکړ؟


د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شوې ده.

پیليز لوبغاړي عثمان غني ولې له کرکټ سره پرېکون کړی؟

اسټرالیا د ایشیز په دویمې لوبې کې هم انګلستان ته ماتې ورکړه.

د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې څوک دي؟

د اسیا ایمرجینګ سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله سریلانکا ته تللې ده.

دغه راز د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي.

د بدني ښکلا او فزيکي تکړښت شپږ لوبغاړو د مالديپ هېواد په سیالیو کې برخه اخیستې ده.

د خپرونې په دویمه برخه کې پخواني لوبغاړي دولت خان احمدزي د کرکټ بورډ د ټاکنیزې پالیسۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:36 0:00
XS
SM
MD
LG