د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د لوبو له میدانه؛ شهیدي: افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره لوبو ته چمتووالی لري


د افغانستان او سریلانکا د یوې پخواني لوبې انځور
د افغانستان او سریلانکا د یوې پخواني لوبې انځور

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي له خپل چمتووالي ډاډ څرګندوي او سریلانکا بیا د دې لوبو لومړنیو دوو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په آی‌پي‌ایل سیالیو کې چینای سوپرکینګز لوبډلې د پنځم ځل لپاره اتلولي وګټله او افغان لوبغاړي نسبتاً تر نورو کلونو دا ځل ښه ولوبېدل.

د لبنان پر وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوه سیالۍ ګټلي دي.

د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې ۷ افغان لوبغاړو ګډون کړی او تر دې دمه یوه لوبغاړي خپله سیالي ګټلې ده.

او راروانه میاشت په انګلستان کې د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پیلېږي.

په خپرونه کې درته دا ځل د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د ازادي راډيو خبریال بختیار ساحل له پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي سره په آی‌پي‌ایل سیالیو کې د افغان لوبغاړو په کارکردګیو مرکه کړې ده.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:03 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG