د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ملګرو ملتونو او بخښنې نړیوال سازمان بیا د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده


په کابل کې خوراکي موادو ته منتظرې مېرمنې. 17 January 2023
په کابل کې خوراکي موادو ته منتظرې مېرمنې. 17 January 2023

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، د افغانو ښځو د حقونو محدودلو مسئله په نیوکو او غبرګونونو نه شي حل کېدای.

ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره یو ځلې بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو سازمان تازه په خپل ټویټر لیکلي: "هغه ښځې چې د خپل کورنۍ سرپرستي په غاړه لري، دوی د مرستو د نه رسېدو له امله ستونزو سره مخ دي، غږ یې نه اورېدل کېږي او اړتیاوې یې هم نه پوره کېږي."

د ټویټ په دوام راغلي: "د ښځو پر فعالیتونو، کار او زده کړو محدودیتونه د هغه کسانو پر فعالیتونو ناوړه اغېزه کړې څوک چې غواړي دغو ښځو او نجونو ته مرستې ورسوي."

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان هم تېره ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې طالبانو ښځې او نجونې د ورزش له حقونو، په تلوېزیونونو او نړیوالو ادارو کې له کار، ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ، صحي خدماتو ته له لاسرسي او له محرم پرته د ۷۲ کیلومتر له سفر راګرځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، د افغانو ښځو د حقونو محدودلو مسئله په نیوکو او غبرګونونو نه شي حل کېدای.

د ښځو د حقونو فعالې محبوبه سراج ازادي راډيو ته وویل، اړینه ده چې د طالبانو حکومت د افغانو ښځو سره خبرې وکړي.

محبوبه سراج
محبوبه سراج

سراج وايي: "زه وایم موږ باید خپل ترمنځ مذاکرې ته ودانګو، هر ډول مذاکره چې امکان ولري باید یو ځلې مذاکرو ته دننه شو چې څه کېږي. همدا طالبان مجبور کړو چې له موږ سره خبرې وکړي، د افغانستان د ښځو او نارینه وو سره خبرې وکړي. د امریکایانو سره خبرې ګټه نه لري، له موږ سره دې خبرې وکړي، څو موږ سره مخامخ کېنو او خبرې وکړو چې موږ چېرې یو، تاسو چېرې یئ او دوی څه غواړي چې څه وکړي. داسې خو نه کېږي چې دوی موږ د افغانستان اتباع نه ګڼي."

خو د ښځو حقونو بله فعاله راضیه بارکزۍ وایي چې طالبانو ته باید فرصت ورکول کم شي او لازمه ده چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې جدي ګامونه پورته شي.

بارکزۍ وویل: "یوازې د اندېښنو څرګندول کافي نه دي. موږ له تېر نږدې یونیم کال راهیسې په وار وار ټینګار کړی چې اندېښنې څرګندول او طالب ته فرصت ورکول سم کار نه دی، نو اړینه ده چې لا جدي ګامونه پورته شي، که نه نو تاسو پوهېږئ چې اوس افغانستان کې ښځې د ژوند تر ټولو کوچنیو امکاناتو څخه هم بې برخې پاتې دي."

بارکزۍ زیاته کړه چې د دغه وضعیت دوام به افغانې ښځې او نجونې لا شدیدې اغېزمنې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیالانو یې بلال کریمي او انعام الله سمنګاني د دغه خبر تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په وار وار سره ویلي چې د افغانو ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت سره سم مراعات کړی، خو د بشري حقونو فعالانو او نړیوالې ټولنې بیا مخکې تر دې ویلي چې طالبانو د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

راپور - نرګس مومند حسنزۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG