د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د افغانستان مدني فعالې 'بلقيس احمدي' د جنسیتي اتلوالۍ جايزه ګټلې


بلقيس احمدي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن له لوري د جنسیتي اتلوالۍ د جايزې د ترلاسه کولو پرمهال.
بلقيس احمدي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن له لوري د جنسیتي اتلوالۍ د جايزې د ترلاسه کولو پرمهال.

بلقيس احمدي د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ښځو د نړيوالو چارو دفتر له خوا د جنسیتي اتلوالۍ جايزه ترلاسه کړه.

بلقیس احمدي چې مدني فعاله ده، د افغان ښځو لپاره د خپلو فعالیتونو له امله د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ښځو د نړيوالو چارو دفتر لخوا د جنسیتي اتلوالۍ جایزه وګټله.

د امريکا د متحده ايالاتو بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د بلقيس احمدي له فعاليتونو څخه چې د افغان ښځو او نجونو او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره يې کړي، مننه کړې.

په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري مېرمن احمدي ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې له افغان مېرمنو سره د مرستې په برخه کې د دې کار ستاینه کړې.

امیري په خپل ټویټرپاڼه لیکلي: "ښايي د هغو ناپېژاندو اتلانو لپاره ډېرې جایزې شتون ولري چې د افغان مېرمنو او نارینه وو د حقونو او انساني کرامت د ملاتړ لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي."

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډیکر په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلقیس احمدي څخه غوره بل څوک نه ویني چې دا جایزه ترلاسه کړي.

خو د افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بلقیس احمدي ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ له نوموړې غواړي چې د هغو افغان مېرمنو غږ شي چې په اوسني وضعیت کې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله نایره کوهستاني ازادي راډیو ته وايي: "زه هیله لرم چې د دې جایزې په کارولو سره به د افغان ښځو حق وغوښتل شي، د هغه ښځو حقونو لپاره غږ پورته کړي، چې ټکول کېږي او پرې بندیزونه لګول کېږي او په ټولیزه توګه د افغانستان په عمومي وضعیت کې بدلون راولي."

په همدې حال خبرياله او د ښځو د حقونو فعاله فوزيه وحدت هم بلقيس احمدي ته د دې جايزې د ورکولو هرکلى کوي او وايي، هغه ښځې چې په نړيوالو تالارونو کې د وينا کولو فرصت لري، بايد نړۍ ته د افغان ښځو وضعيت ور وپېژني.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "هغو افغان مېرمنو ته چې دا فرصتونه ورکړل شوي دي او هغه نړیوال فرصتونه چې دوی یې لري، د افغان مېرمنو غوښتنه دا ده چې له هغې څخه سمه ګټه پورته کړي. کله چې تاسو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه مېز کې ناستې یاست، تاسو د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه خبرې وکړئ او ووایئ چې هغوې له ټولنې حذف شوي او د کور په زندانونو کې بندي دي."

بلقیس احمدي له کابل پوهنتون څخه لیسانس او د جورج ټاون پوهنتون څخه د بشري حقونو په برخه کې ماسټري لري.

اغلې احمدي، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې، سره صلیب کمېټې، پاملرنې موسسې او د افغانستان لپاره د نورو مرستو همغږي کوونکو موسسو سره کار کړی دی.

بلقيس احمدي په داسې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ښځو د چارو نړيوال دفتر له خوا د جنسیتي اتلوالۍ جايزې ګټونکې شوې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له څه باندې يوه کال راهيسې افغان ښځې د کار، زده کړې او سفر په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG