د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د کییف پر واټونو د روسیې ویجاړ شوي پوځي وسایط


د کییف پر واټونو د روسیې ویجاړ شوي پوځي وسایط
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

نن (د فبرورۍ ۲۶) سهار د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې وویل چې د خپل هیواد په پلازمېنه کییف کې دی او «اوکراینیان به تسلیم نه شي.» زیلینسکي له اوکراین څخه د ده د ایستلو په اړه د امریکا وړاندیز هم رد کړ، ویې ویل «د جګړې میدان دلته دی.» په همدې حال کې د چک او هالنډ په شمول یو شمېر هیوادونو اوکرایني ځواکونو ته د وسلو لېږد پیل کړ. چک جمهوریت اعلان وکړ چې د څه باندې اته نیم ملیون ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات اوکراین ته لېږي. هالنډ هم ویلي چې اوکرایني ځواکونو ته د یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت د سټنګر توغندو په شمول پوځي مهمات استوي. نن پر اوکراین د روسیې د یرغل درېیمه ورځ ده. روسي ځواکونو تېره شپه او نن ورځ په کییف ښار کې له اوکرایني پوځیانو سره نښتې وکړې. په دې ویدیو کې په کییف ښار کې د روسیې ویجاړ شوي پوځي وسایط او مهمات او د جګړې په نتیجه کې د ورانیو یوه برخه وینئ.

XS
SM
MD
LG