د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان ۹۵سلنه وګړي د خوړو لپاره کافي مواد نه‌لري


کابل کې پر وزلو خلکو د ډوډۍ وېش
کابل کې پر وزلو خلکو د ډوډۍ وېش

د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې مشر پرون د سلواغلې په ۲۹مه نېټه پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې لوږې تر ټولو زیات خلک په پلازمېنه کابل کې زیانمن کړي دي او تر دې بده دا چې تېره میاشت ځینې خلک د سړو په وړاندې په داسې حال کې مقابلې ته مجبور شول چې هېڅ کماهي یې نه درلوده.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او له هغې ډلې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي له پیل مخکې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د دې ټولنې اجراییه رییس ډیوېډ بیسلي د ژمي له پیل مخکې ويلي و چې افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له کمښت سره مخ کېږي.

ښاغلي بیسلي اټکل کړی و چې د ژمي له را رسېدو سره به دا وضعيت لا خراب شي ځکه د ده په وینا ميندې به په دې اړه فکر کوي چې خپل اولادونه له لوږي وژغوري او که له يخنۍ.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې مشر ډېوېډ بېسلې
د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې مشر ډېوېډ بېسلې

د بیان له مخې د افغانستان د وګړو په سلو کې ۹۵ د خوړو لپاره کافي مواد نه لري.

د WFP بیان زیاتوي چې په تېره جنوري میاشت کې له هغو لسو کورنیو چې عواید لري، د اتو هغو په عوایدو کې د پام وړ کموالی راغی.

په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې ادارې سیف دې چلډرن په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې نژدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي.

د سیف دې چلډرن د سیمه ییز دفتر د رسنیو مسوولې شارلوت روز پرون ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه چنده شوی دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG