د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

'سېو دې چلډرن': افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه ماشومان لوږې سره مخ دي


شارلوټ روز په یو غږیز پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیات شوی دی.
شارلوټ روز په یو غږیز پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیات شوی دی.

د کابل ښار یوه څنډه کې د سړو خیمو لاندې، یوه مور د خپلو ماشومانو لوږې اندېښمنه کړې ده. ریحان د اتو ماشومانو مور ده او مېړه یې د زړه په ناروغۍ اخته دی.

دا مور وایي، یو نیم کلن ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شوی او ماشومانو ته د خوړو د برابرولو پیسې نه لري.

دا وایي، شپه او ورځ له خپلو ماشومانو سره په وچه ډوډۍ تېروي: "په دې لوږه کې یوه ډوډۍ په لسو افغانیو پیرو، زموږ ماشومان پرې نه مړېږي، شپه او ورځ ژاړي، د یو نیم کلن ماشوم مې هم وزن کم شوی، وېره لرم چې خوارځواکه شوی نه وي، مرسته راسره وکړئ د خوراک لپاره څه نه لرو."

کابل کې افغان کډوال
کابل کې افغان کډوال

د بېلابېلو نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې د دې لس کسیزې کورنۍ په شان په سلګونو نورې کورنۍ افغانستان کې شته چې د خپلو ماشومانو د خوراک لپاره په کافي اندازه خواړه نه شي برابرولی.

دې ستونزې د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو اندېښنې هم راپارولي دي.

د ماشومانو د ساتنې صندوق 'save the children' په خپل تازه راپور کې د افغان ماشومانو وضعیت ته کتنه کړې.

دغه صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز په یو غږیز پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیات شوی دی.

عکس تزئیني بڼه لري
عکس تزئیني بڼه لري

نوموړې وویل:"افغانستان د لوږې له بد کړکېچ سره مخ دی او ماشومان یې په شدیده توګه له دې اړخه اغېزمن دي، د ځینو دغو ماشومانو کورنیو راته وویل، دوی د خپلو ماشومانو د خوراک لپاره څه نه لري، نو له دې امله خپل ماشومان کار ته لېږي یا هم د هغوی خواړه کموي."

مېرمن روز وویل، د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدل د دې هېواد اقتصادي ستونزې ډېرې کړي دي.

هغه وویل، افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت له پیل وروسته، یو شمېر کلینیکونه او روغتونونه د مالي ستونزو او امکاناتو د نشتون له کبله تړل شوي دي.

د مېرمن روز په خبره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي توکو ته لاس رسۍ نه لري او یو شمېر ماشومان هم د ډاکټرانو او د درملو د نشتون له امله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته لېږل کېږي.

هغه ټینګار وکړ، د دغه کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لودیځ هېوادونه پیسې کنګلې نه کړي او پریږدي چې نغدې پیسې افغانستان ته راشي.

د کندهار په میرویس روغتون کې خوارځواکه ماشومان
د کندهار په میرویس روغتون کې خوارځواکه ماشومان

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د ماشومانو د ساتنې صندوق ویلي و چې افغانستان کې شپېته سلنه کورنۍ د بد اقتصادي وضعیت له کبله روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دغه بڼسټ ویلي و چې د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې ۱۳۵ ماشومان سینه بغل ته له اخته کېدو له امله او ۴۰ نور ماشومان د خوارځواکي له کبله مړه شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د دې تازه اندېښنو په تړاو د طالبانو د حکومت لیدلوری هم ترلاسه کړي، خو ددې راډیو اړیکې او پیغامونه یې ځواب نه کړل.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي و چې د دغه ستونزو د حل لپاره د نړیوالو مرستو د جلبولو په هڅه کې دي.

XS
SM
MD
LG