د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي میاشتې د ۷مې نېټې وروسته افغانستان!


سردارمحمد داوود خان
سردارمحمد داوود خان

نن د غويي یا ثور میاشتې اوومه په افغانستان کې د سردار محمد داوود خان پر واکمنۍ د کودتا ۴۲مه، ‌کالیزه ده.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي میاشتې د ۷ مې نېټې وروسته افغانستان!

که څه هم له دې کودتا ۴۲ کاله تېر شول، خو لایې په افغانستان کې پاتې شوې نښې لیدل کېږي.

یو شمېر پخواني جهادي مشران وايي، د غويي د اوومې نېټې کودتا په افغانستان کې د بحران د پیل نېټه ده.

پخوانی جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد وايي، په افغانستان کې د اوسنیو ناخوالو او ناورین ټوله پړه، د غويي د ۷ مې نېټې د کودتاه کوونکو پر غاړه ده.

پخوانی جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد
پخوانی جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد

هغه زیاته کړه: "دا د افغانستان په تاریخ کې د تورې ورځې پیل دی، په غیر قانوني شکل، په غیر انساني شکل او په داسې بڼه باندې چې د بهرنیو لمسون و چې هغه مهال ورته اتحاد شوروي ویل کېده او د برژنیف رهبري کاوه، دغه ګنده کار ترسره کړ."

ځینې شنونکي هم په همدې اند دي.

د افغانستان د علومو اکا‌ډمۍ غړی حبیب الله رفیع وايي، د غويي په ۷ مه نېټه د افغانستان په خپلواکۍ برید وشو او له هماغې ورځې تر ننه، دا هېواد له بحران سره مخ دی.

ښاغلی رفیع زیاتوي، د غويي د ۷ مې نېټې کودتا په افغانستان کې د بهرنیو لاس‌وهنې ته زمینه برابره کړه.

هغه زیاته کړه: "مسؤلیت ټول د ثور د خونړۍ کودتاه دی چې د افغانستان امن، استقرار او ارامي یې له‌منځه یوړه او وار په وار هر چا لاسونه را اوږده کړل، پاکستان افغانستان ته پورته نه شوای کتلای، خو د دوی له کودتا وروسته، پاکستان داسې لاس را اوږد کړ چې اوس نه لنډېږي."

له ننه ۴۲ کاله وړاندې په همدې ورځ د نورمحمد تره‌کي په مشرۍ د خلق ډیموکراټیک ګوند له‌خوا د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان حکومت د کودتاه په پایله کې نسکور شو.

په دې کودتا کې سردار محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ نورو غړیو سره یوځای په ارګ کې ووژل شو.

د غويي د اوومې له کودتا وروسته، په افغانستان کې جګړه پیل شوه، تر دې چې پخواني شوروي اتحاد پر دې هېواد یرغل وکړ او پر ضدیې جهاد پیل شو.

یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي چې د شاهي سلطنت د کورنۍ دننه د بهرنیو استخباراتي کړیو لار موندنې دې ډول کړنو ته زمینه برابره کړه.

شنونکی کابل خان تدبیر وايي، په افغانستان کې د هرې جګړې فکر له بهره تمویل شوی او د غويي د ۷ مې له کودتا وړاندې هم ورته افکار موجود و.

کابل خان تدبیر
کابل خان تدبیر

هغه زیاته کړه: "زما برداشت دا دی چې د سړې جګړې لویو امپراطوریو او لویو قوتونو په افغانستان کې دا مسایل رامنځته کړي، افغانان پر یوه او بل اوس مسؤلیت اچوي، دا ډول مسؤلیت اچول د استخباراتي کړیو کار دی او افغانان په دې برخه کې ملامت نه‌دي، بلکې دا لوبه د لویو هېوادونو وه."

له دې کودتا کلونه وروسته، د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داوود او د هغه د کورنۍ د ۱۷ غړیو هډونه د ١٣٨٧ کال په دوبي کې کابل ته څېرمه د څرخي پله د پوځي پوليګون په سيمه کې وموندل شول او د همدې کال د کب میاشتې په ۲۷ مه نېټه په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.

محمد داود خان چې د کودتا مشرانو ته يې له تسليمېدو ډډه وکړه، له خپلو درې زامنو، دوو لوڼو، يوازيني ورور، خور او د غېږې د کوچنيانو په ګډون لمسيانو سره يو ځاى د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG