د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی؛ 'هرات ښار دې قرنطین شي'


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۱۰ نویو مثبتو پېښو له تشخیص وروسته، د عامې روغتیا وزیر غوښتنه کړې، څو د هرات ولایت قرنطین شي.

د ۱۰ نویو پېښو په ثبت سره، په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد.

د تازه پېښو له ډلې یې ۳ په هرات، ۲ په کابل، ۲ په زابل او په کندهار، بلخ او غزني کې بیا ۱ــ۱ پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د یک‌‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې چې په کابل کې ثبت شوي، په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو دي چې له هېواده بهر پرې اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزیر همدا ډول غوښتنه وکړه چې هرات ولایت قرنطین شي او تر خوا یې په دې ولایت کې د ورځې په ګرځېدو له بندیز سربېره، په کابل کې هم محدویتونه وضع شي.

هغه زیاته کړه: "په کابل کې د مشکوکو پېښو شمېر ۲۲۰ ته رسېږي، دا یو ډول خطر او ګواښ دی چې موږ ورسره مخ یوو، زما وړاندیز دا دی چې هرات ولایت قرنطین شي او په کابل کې هم جدي تدابیر ونیول شي. "

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

ښاغلي فېروز دغه شان خبرداری ورکړ چې تر راتلوونکو دوه اوونیو به په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شي.

هغه د کویډـ۱۹ ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په خاطر له خلکو وغوښتل چې روغتیايي لارښوونې په جدي ډول عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه: "زما پیغام ډېر ساده دی، ځکه پېښې ورځ تر بله زیاتېږي، په کابل خطر جدي دی، له خپلو هېوادوالو هیله کوم چې روغتیايي لارښوونې جدي عملي کړي، تېرو ورځو کې مو ولیدل چې د پیغامونو له خپرولو سره سره بیا هم خلک تفریح ته تللي، راټولیدنې دوام لري، تر اوسه هم زموږ لارښوونو ته څوک پام نه کوي، صادقانه یې وایم چې کېدای شي په راتلوونکو دوه اوونیو کې پېښې زیاتې شي. "

ارزګان کې د نوروز جشن یو انځور
ارزګان کې د نوروز جشن یو انځور

بل‌خوا بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټيژیکو اړیکو ادارې عمومي رئیس او د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د دولتي ادارو په کاري وخت کې بدلون راوستی دی.

د هغه په خبره، د وضعیت تر ښه کېدو پورې به، دولتي کارکوونکي په دوه شېفټونو یا دوه وختونو کې کار کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر

هغه زیاته کړه: "ټولو دولتي ادارو ته دنده سپارل شوې، په کومه برخه کې چې خپلو کارکوونکو ته اړتیا لري، را ویې غواړي، تر دې چې د دې امکان شته، څو یو شمېر هغه کارکوونکي چې ادارو کې ورته ډېره اړتیا نه وي، رخصت شي او ورځني کارونه ووېشل شي. "

له دې وړاندې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر، ښوونځي، پوهنتونونه، دیني مدرسې، د ودونو تالارونه، عمومي حمامونه، د لامبو وهلو حوضونه ټړلي او په جوماتونو کې یې د فاتحو اخیستل ځنډولي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، که خلک د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي لارښووني جدي عملي کړي، تر راتلوونکو درې میاشتو پورې به دا ناروغي کنټرول شي.

XS
SM
MD
LG