د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

'د کرونا ویروس له امله افغانستان کې ۷۰ سلنه پروازونه کم شوي'


د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د کام ایر هوایي شرکت یوه الوتکه- ارشیف
د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د کام ایر هوایي شرکت یوه الوتکه- ارشیف

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو له‌امله په پروازونو کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ په پروازونو کې کمښت، حکومت او پانګه والو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه هېواد په ملکي هوايي چلند اداره کې چارواکي وایي، یو شمېر هېوادونو لکه چین، هند، ازبکستان، سعودي عربستان، تاجیکستان، او کویټ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له‌امله افغانستان ته خپل پروازنه بند کړي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشر قاسم وفایي زاده د یک شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هېوادونو له‌خوا تدابیر د پروازنو د کمښت لامل ګرځېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "زموږ کورني هوایي شرکتونه ۷۰ سلنه د پروازونو له کمښت سره مخ دي او د پروازنو د درولو او محدودولو احمتال په مارکيټ کې د تقاضا له‌ امله په ډېرو سکټورنو کې شونی دی."

د ښاغلي وفایي زاده په خبره، نه یوازې دا چې له روان وضعیت کورني هوايي شرکتونو اغېزمن شوي، بلکه د دغه هېواد له فضا څخه په عبوري پروازنه کې هم ۲۰ سلنه کمښت راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي په خبره په ایران او عراق کې له جنجالونو ورورسته د افغانستان له فضا څخه په عبوري پروازنه ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی و.

ښاغلی وفایي زاده وايي، د افغاستان د فضا څخه له هر عبوري پرواز څخه ۷۰۰ دالره اخیستل کېدل.

وړاندې تر دې ښاغلي وفایي زاده ویلي وو چې ترکیې او متحده اماراتو ته پروازنو شته او پاکستان ته پروازنه روغتیایي تصدیق پاڼې پورې مشروط دي.

د ښاغلي وفايي زاده په خبره، د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته نه یوازې دا چې هېوادنو په پروازنو کې محدودیت راوړی بلکې پروازنو ته د خلکو غوښتنې هم کمې شوې دي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د کام ایر او آریانا هوایي شرکتونو له دې امله ۱۸ میلیونه دالره تاوان کړی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان هوایي شرکتونه وایي، که دغه وضیعت دوام وکړي، دوی به له مالي ناورین سره مخ شي.

د کام ایر هوایي شرکت د سوداګریزو چارو مرستیال سلیمان عمر ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له ترکیې پرته نورو ټولو هېوادونو ته د دغه شرکت پروازونه بند شوي دي.

د ده په خبره دغه پروازونه د هغو هېوادونو له‌خوا بند شوي چې پخوا به ورته پروازونه کېدل.

هغه زیاته کړه: "پخوا د شرکت عواید په اوونۍ کې لږترلږه ۵ یا ۴ اعشاریه ۸ ته رسېده، خو اوس دغو عوایدو کې کمښت راغلی او د عواید کمښت ۳ اعشاریه څو میلیون ډالره دی.

ښاغلی عمر وايي، چې د نړیوال پروازونو درېدل د دې لامل شوي چې په ډېرو مواردو کې کورني پروازونه هم ونشي ځکه په خبره یې دا یو بل پورې تړلي دي.

راپور: ګیتي صدیقي

XS
SM
MD
LG