د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

په افغانستان کې د روان وضعیت د کنټرول لپاره د افغان حکومت تازه اقدامات


ولسمشر غني
ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر راتلونکو ۱۵ ورځو به له هندوستان څخه ۷۵ زره ټنه غنم افغانستان ته وارد شي.

له هغې وروسته چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه په افغانستان کې اندېښنې په زیاتېدو شوې او ځینو ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې هم‌مهاله د هېواد په لویو ښارونو کې د هټۍوالو له‌خوا د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

دغې چارې نه‌یوازې عام خلک، بلکې سوداګر هم له جدي اندېښنې سره مخ کړي دي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

تازه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه د یو وېډیویي پیغام له لارې ولس ته په خطاب کې وویل، روان وضعیت د حکومت له لوري تر کنټرول لاندې او د کابو کولو لپاره‌یې ځیني اقدامات د علمي کېدو په حال کې دي.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان په بازارنو کې د سوداګریز ثبات راوستلو په هدف اړوندې ادارې مسؤلې شوې چې په اړو کسانو ۲۴ زره ټنه غنم ووېشي.

هغه زیاته کړه: "د ۱۵ ورځو په جریان کې به له هندوستان څخه ۷۵ زره ټنه غنم افغانستان ته وارد شي او ۵۰ زره نور زموږ د سوداګرو له‌خوا له هندوستان څخه اخیستل شوي، نن ما مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې د رامنځته شوي اړو دوړ په اړه چې اساس نه‌لري ټولو سوداګرو ته لارښوونه وکړي څو د اضطراري حالت لپاره چمتووالی ولري."

ولسمشر غني همدا شان وویل، په کورنیو بازارنو کې د ثبات رامنځته کېدو لپاره له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره زموږ سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول دوام لري.

ښاغلي غني دا هم وویل چې افغان حکومت د یوه منظم پروګرام له لارې د خوراکي توکو له هېڅ ډول کمښت سره نه‌دی مخ.

ولسمشر وايي، شااوخوا ۱۰۰۰ کانټینره غوړي د هېواد په شمالي بندرونو کې شته چې له یو لړ مراحلو وروسته به د افغانستان مارکېټونو ته انتقال شي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله چې ځان ولسمشر اعلان کړی وايي، د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدل د خلکو لپاره د جدي اندېښنې وړ دي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله د سې شنبې به ورځ په یوې خبري ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: "نن زموږ په وطن کې افغانان له یو بل بحران سره مخ شوي هغه د خوراکي توکو کمښت دی چې له بده مرغه د تېرو دوو ورځو راهیسې دغه حالت رامنځته شوی او دغسې حالتونه د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم راغلي، خو تجربو دا ښودلې چې بیا د کابو کولو څخه عاجزه پاتې شوي."

ښاغلي عبدالله وویل، هغه ټولې سکټوري ادارې چې په دې برخه کې کار کوي باید د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په کتو د وضعیت د کنټرول لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د بېړنیو حالاتو په اعلانېدلو سره اوس تازه په افغانستان کې هم چې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې تر اوسه ثبت شوي د خلکو اندېښنې په ځانګړي ډول د احتمالي قرنطین په اعلانېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو د نه‌پیدا کېدو په اړه ډېرې شوې چې په دې سره د دغو موادو بیې هم پورته شوې دي.

د ازادي راډیو د معلوماتو له مخې تېره ورځ د کابل په منډوي کې یو بوجۍ وړه تر ۲۸۰۰ افغانۍ پورې پلورل شوي دي، خو دا بیه بېرته تقریباً عادي حالت ته اوښتې.

XS
SM
MD
LG