د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

نړۍ کې د کرونا له کبله د مړو شمېر له ۷ زرو پورته شو


په چین کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شااوخوا ۸۱ زرو تنو ته رسېږي.
په چین کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شااوخوا ۸۱ زرو تنو ته رسېږي.

په نړۍ کې د کرونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۷ زرو پورته شو.

د نړۍ هېوادونه د کرونا د مثبتو پېښو د شمېر له پلوه تر چین چېرې چې دا وایروس د لومړي ځل لپاره پيدا شو، مخکې شول. په چین کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شااوخوا ۸۱ زرو تنو ته رسېږي، خو په نورو هېوادونو کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۰ زره کسانو ته نږدې شو.

په ایټالیا کې د دوشنبې په ورځ د (کووایډ-۱۹) وایروس له کبله په یوه ورځ د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه او په دې هېواد کې شااوخوا ۳۵۰ کسانو پرون ساه ورکړه. په دې هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر هم ۲۸ زرو تنو ته رسېږي او دا مهال په ایټالیا کې عمومي قرنطین اعلان شوی.

ایټالیا کې د وایروس له امله په یوه ورځ ۳۵۰ تنه مړ شول
ایټالیا کې د وایروس له امله په یوه ورځ ۳۵۰ تنه مړ شول

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا وایروس په یوې نړیوالې وبا اوښتی او اروپا له دې کبله له جدي ستونزې سره مخ ده.

ګڼو اروپايي هېوادونو د بې‌ساري اقداماتو په لړ کې ورځني فعالیتونه محدود کړي او د کرونا د مخنیوي لپاره‌یې په نړیوالو الوتنو بندیزونه لګولي.

د کرونا وایروس د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې پیدا شو. دا وایروس د انسان تنفسي سیستم نیسي چې عموماً د تبې، وچ ټوخي او درد سره مل وي او کېدای شي چې د ساه تنګۍ او سینه بغل سبب شي.

په اسپانیا کې د دوشنبې په ورځ چارواکو وویل چې بېړنی وضعیت ۱۵ ورځې نور هم غځوي.

فرانسه ښايي د پلازمېنې پاریس په شمول خپل دوه ښارونه په عمومي توګه قرنطین کړي. د راپورونو له مخې بریتانیا هم په دې هېواد کې د لویو غونډو او راټولېدنو مخنیوي ته چمتووالی نیسي.

د فرانسې ښار
د فرانسې ښار

په اسیا کې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که په (کووایډ-۱۹) وایروس د اخته کسانو شمېر تر دې زیات شي، د دې هېواد روغتیايي مرکزونه به روغتیايي وضعیت ته د رسېدو وړتیا ونه‌لري.

د دوشنبې تر ورځې پورې په ایران کې ۱۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې وې. له چین او ایټالیا وروسته ایران په کرونا وایروس د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري. د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې د کرونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر هم تر ۸۵۰ کسانو اوښتی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې لویو ښارونو خپل لوی ټولنیز فعالیتونه په نسبي توګه درولي دي. نیویارک او لاس انجلس د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې رسټورانټونه، میخانې، کلبونه او هنري نندارې په موقته توګه وتړي.

په نیویارک کې نوي تدابیر له نن ورځې عملي کېږي، خو په لاس‌انجلس کې بیا د چارواکو له اعلان سمدستي وروسته نوي تدابیر د روانې میلادي میاشتې تر پای وضع شوي دي.

د امریکا نیویارک ښار
د امریکا نیویارک ښار

د فلوریډا په میامي ښار کې پولیسو ټول سواحل تړلي دي. دغلته ډېر کله محصلان خپل پسرلنۍ رخصتۍ د میامي په سواحلو کې تېروي.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې هم ډېر موزیمونه او د سیاحت سیمې لږترلږه د مارچ د میاشتې تر پای پورې تړلي او د ښار سړکونه په اوونیزو رخصتیو کې خالي وو.

په امریکا کې د فدرالي حکومت د عفوني ناروغیو لوړپوړي متخصص انټوني فاوچي سپارښتنه کړې چې متحده ایالات باید د کرونا وایروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ۱۴ ورځې عمومي قرنطین اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG