د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

'تر اوسه افغان حکومت د ملکيانو مرګ ژوبلې قضیو ته رسېدنه نه ده کړې'


د شنبې په ماښام په بلخ کې د حکومت پلوه ځواکونو په هوايي بمبارد کې د یوې کورنۍ ۷ کسه وژل شوي چې په غبرګون یې خلکو لاریونونه وکړل.
د شنبې په ماښام په بلخ کې د حکومت پلوه ځواکونو په هوايي بمبارد کې د یوې کورنۍ ۷ کسه وژل شوي چې په غبرګون یې خلکو لاریونونه وکړل.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان وايي، حکومت تر اوسه د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې قضیو ته رسېدنه نه ده کړې.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان وايي، د جګړې ښکېل لوري د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کوي.

د دې سازمان رییس لعل ګل لعل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې عاملینو ته سزا نه ورکول کېږي او همدا دلیل دی چې ورځ تر بلې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاتېږي.

هغه زیاتوي: "له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ننه، د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې یوه عامل ته هم، هغه که دولت پلوه قواوې دي، هغه که مخالفین دي او یا هم بهرني قواوې، یوه ته یې هم سزا نه ده ورکړل شوې. همدا علت دی چې ورځ تر بلې د ملکي تلفاتو شمېر ډېرېږي، ځکه د پوښتنې څوک نه‌شته."

د اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د شنبې په ماښام د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بوکې کلي کې د حکومت پلوه ځواکونو په هوايي بمبارد کې د یوې کورنۍ ۷ تنه ووژل شول.

ملي دفاع وزارت د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی هم ټاکلی چې بلخ ته رسېدلی دی.

بل خوا د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د قرباني شوي کورنۍ له غړیو سره کتلي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب
د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

ازادي راډیو ته د دې پېښې د کورنۍ یو غړي وویل، تېر ماښام د ملي امنیت سلاکار له دوی سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې دا پېښه به په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

د افغانستان حکومت له دې وړاندې هم ویلي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی یې کاري لومړیتوب دی خو په دې اړه چې تر اوسه د ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملینو ته سزا ورکړل شوې او که نه، روښانه ځواب نه دی ورکړی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل: "افغان دولت وړاندې هم اقدامات کړي، تر څو ملکي تلفات صفر ته را ښکته شي، اما پر دې اوس هم بحث روان دی چې لا نور زیات ګامونه پورته شي، څو دا ستونزه په بشپړ ډول حل شي او نور ملکي کسانو ته هیڅ ډول زیان و نه رسېږي، بل خوا بیا وسله‌وال مخالفین د دې لامل شوي چې ډېری ملکیان په جنګي سیمو کې زیان وویني. "

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د لویې څارنوالۍ نظر هم واخلوو، خو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان راپور ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا له ۸۰۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰۰۰ تنه ملکیان وژل شوي چې له ۱۰۰ ډېر یې ماشومان دي.

د بشر حقونو د څار د نړیوال سازمان د اسیا څانګې مسوولې پیتریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته ویلي و: "هغه ډول چې جګړه دوام لري، په افغانستان کې د جګړو ټول ښکېل لوريو اصولو ته پام نه کړی دی او دا کار د ملکي تلفاتو د زیاتېدو لامل شوی دی."

XS
SM
MD
LG