د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اسدالله خالد: وسله وال طالبان خپل مړي د ملکي تلفاتو په ګڼه کې اچوي


ارشیف، د وسله والو طالبانو یو انځور
ارشیف، د وسله والو طالبانو یو انځور

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي، وسله وال طالبان خپل مړي د ملکي تلفاتو په ګڼه کې اچوي چې له دې امله د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبره شوې ده.

اسدالله خالد دا خبرې پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې کړي دي.

هغه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.

خالد د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا منلې چې په ځینو مواردو کې ملکي تلفات پېښ شوي، خو ټینګار یې کړی چې د ملکي خلکو د مصؤنیت لپاره ټول اصول په پام کې نیول کېږي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

اسدالله خالد وایي: "دا په دې معنی نه ده چې دا کارونه کافي دي، بیا یادونه کوم، موږ تر عملیاتو مخکې او د عملیاتو تر پایه دې ته متوجې یوو چې ملکي خلک ونه وژل شي."

د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو د بې ساري لوړېدو خبر ورکړ.

یوناما وویل، د روان کال په درېیو میاشتو (جولای، اګست او سپټمبر) کې ۴۳۱۳ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

یوناما وویل چې دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۴۲ فیصده زیاتوالی څرګندوي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فرېزرد رپوټ له خپرولو سره سم، له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې وویل چې د دې کال په وروستیو نهو میاشتو کې تر ۸۰۰۰ زیات ملکي خلک وژل شوي او زخمیان شوي دي.

هغې وویل چې په دې کې ۴۱ فیصده ماشومان او ښځې وې، د ملکي تلفاتو اساسي دلیل انتحاري حملې او نورې چاودنې وې، دوهم لوی دلیل یې ځمکني عملیات او هوايي حملې وې.

دې ته په اشاره، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي مشر سکاټ مېلر پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د یوناما د رپوټ له ځینو برخو سره موافق نه دی، خو ویې منله چې پر ملکي تلفاتو سترګې نه شي پټولی.

سکاټ مېلر زیاته کړه: "ما او زما ځواکونو ته دقیق پوځي عملیات مهم دي، کله چې ملکي خلکو ته تاوان ورسېږي، موږ يې په بيړه ثبتوو او رپوټ ورکوو او له امله یې معذرت غواړو او خپل مسؤلیت منو، خو دا زموږ نیت نه دی چې ملکي خلک خوږ کړو."

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي مشر سکاټ مېلر
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي مشر سکاټ مېلر

سکاټ مېلر وویل، په رښتیني ډول په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمولو یوازنۍ لار دا ده چې تشدد پای ته ورسېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي تدامیچي یاماموتو د اکټوبر په ۱۷مه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د رپوټ په اړه په یوه بیان کې ورته خبره کړې وه.

یاماموتو ویلي وو چې د افغانستان جګړه د سولې د خبرو پر اهمیت ټینګار کوي، داسې خبرې چې پر اساس یې اوربند او د بحران د دایمي حل لپاره سیاسي جوړجاړی وشي.

XS
SM
MD
LG