د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

تحقیقاتي ډلې: پر نقیب محسود د پولیس مشر تورونه بېځایه دي، باید له دندې لېري شي


په کراچۍ کې د پولیسو له خوا په نښته کې د وژل شوي وزیرستاني خوان نقیب الله محسود د وژنې تحقیقاتي ډلې د پولیسو نښته جعلي بللې او د پولیسو د جګپوړي مشر راو انور له دندې د ګوښه کولو امر یې صادر کړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کراچۍ ښار د جګپوړو پولیس مشرانو درې کسیزې تحقیقاتي ډلې د شنبې په ورځ د تحقیقاتو په لړ کې موندلې چې وزیرستانی ځوان نسیم الله چې په نقیب الله محسود مشهور و، بېګناه و او د راو انور په مشرۍ د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی دی.

د کراچۍ پولیسو څو ورځې مخکې د اوږدو ښکلیو وېښتو او ښکلې ځوانۍ دغه ۲۷ کلن ځوان نقیب الله محسود په یوې نښته کې له ۳ نورو کسانو سره یو ځای وواژه.

د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انور ـ چې د نقیب محسود د وژنې تور پرې لګېږي- تر دغه نښتې وروسته ادعا وکړه چې د نقیب الله په ګډون ۴ واړه وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان ترهګر و او ټینګار یې وکړ چې دوی له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

خو د نقیب الله محسود د کورنۍ غړیو او ملګرو بیا د راو انور اعا رد کړه، پولیس مقابله یې جعلي وبلله او بېلابېلو رسنیو ته یې وویل چې نقیب له هېڅ یوې ترهګرې ډلې سره تړاو نه درلود، بلکې په کراچۍ کې یې د رخت دوکان لاره، چې د روانې میاشې په لومړیو کې نامعلومو کسانو له دوکانه یووړ او څو ورځې وروسته د پولیسو له خوا ووژل شو.

نقیب محسود
نقیب محسود

پر ټولنیزو رسنیو د نقیب محسود تر محکمې پرته یا ماورای عدالت له وژنې او د هغه فیسبوک پاڼې د تصویرونو تر ښکاره کېدووروسته تاوده بحثونه راپورته او د خلکو غوسه راوپارېده،د پولیسو مقابله جعلي وبلل شوه، پر پولیسو او د سند ایالت پر حکومت سختې نیوکې وشوې او هماشان د پېښور په ګډون په ټول پاکستان کې د نقیب محسود لپاره د انصاف په لټه کې احتجاجي مظاهرې او لاریونونه وشول.

د نقیب الله مسود د وژلو پرضد پېښور کې لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري چې په سند ایالت کې یې حکومت دی، تر دغو احتجاجونو وروسته د پولیسو له خوا د نقیب د وژنې د پېښې نوټس واخیست او د سیند د کورنیو چاروصوبايي وزیر سهېل انوار سیال ته یې د پلټنو امر ورکړ.

د سند حکومت د نقیب د وژنې د تحقیقاتو لپاره د ترهګرۍ ضد ادارې د پولیسو د مشر په مشرۍ تحقیقاتي ډله وټاکله چې د رسنیو د راپورونو له مخې، دغې ډلې پخپلو لومړیو موندونو کې پر نقیب الله محسود د راو انور تورونه بې بنیاده بللي، هغه یې بې ګناه بللی او دغه پولیس مشر راو انور یې له دندې ګوښه کولو امر ورکړی دی.

په کراچۍ کې د دغه تحقیقاتي ډلې تر پریکړې وروسته ګڼ شمېر مدني فعالانو او د قامپاله سیاسي ګوندونو غړیو د دغه پریکړې هرکلی کړی، خو د دې ترڅنګ یې غوښتنه کړې چې له دندې د راو انور ګوښه کېدل بسنه نه کوي، بلکې هغه ته دې سزا ورکړل شي.

په کراچۍ کې د پولیسو دغه مشر ـ چې د نقیب الله محسود د وژنې تور پرې لګېږي- لا تر دې دمه د تحقیقاتي ډلې د پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ کې د نقیب محسود د وژنې پرخلاف نه یوازې په ټول پاکستان کې احتجاجي مظاهرې شوې وې، بلکې ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو او د پاکستان قاضي القضات هم ددغه پېښې نوټس اخیستی و او له اړوندو ادارو څخه یې د بېړنیو تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.

راپور: ذبیح مومند

کراچۍ کې د نقیب مسود د وژنې ضد بنو کې لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

XS
SM
MD
LG