د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

په کراچۍ کې د پولیسو له خوا د یوه وزیرستاني ځوان وژنې د خلکو غوسه راپارولې ده


د پاکستان په ګڼو ښارونو کې په کراچۍ کې د پولیسو له یوه خوا د یوه قبایلي ځوان له محکمې پرته یا ماورای عدالت وژنې له امله احتجاجونه او لاریونونه شوي چې ګډونوالو پکې د دغه ځوان وژنه غندلې او له حکومته یې د انصاف غوښتنه کړې ده.

د دغه احتجاجونو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې هم احتجاجي مظاهره وشوه چې ګڼ شمېر مدني فعالانو، د پښتونخوا ولسي تحریک غړیو او لسګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه.

د مظاهرې ګډونوالو په کراچۍ کې د پولیسو له خوا د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي ۲۷ کلن ځوان چې اصلي نوم یې نسیم الله و، خو په نقیب الله مشهور و، وژنه په کلکو ټکو وغندله، دا یې د پولیسو ناوړه کار وباله او د پېښې د بې پرې پلټنو لپاره یې د یوه عدالتي کمېسیون د جوړولو غوښتنه وکړه.

د پاکستاني پولیسو لخوا وژل شوی وزیرستانی ځوان.
د پاکستاني پولیسو لخوا وژل شوی وزیرستانی ځوان.

د دغه احتجاجي مظاهرې ګډونوالو د (پښتنو قتل عاماو له پښتنو سره تعصب بند کړئ) او د سند صوبې د پولیسو پر ضد شعارونه ورکول او ټینګار یې کاوه، چې نقیب الله محسود بې ګناه و، باید د وژنې پلټنې یې وشي.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر سید عالم محسود او مدني فعال طارق افغان احتجاجي مظاهرې ته د وینا پر مهال د سند حکومت له پښتنو سره په امتیازي چلند تورن کړ او د وزیرستاني ځوان وژنه یې ریاستي ترهګري وبلله:

کراچۍ کې د نقیب مسود د وژنې ضد بنو کې لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

"سید عالم محسود: موږ نور د پښتنو قتل عام نه منو، موږ نور ستاسو له خوا پر پښتنو د ترهګرو او ترهګرۍ الزام نه منو.

"طارق افغان: دا ډېره د افسوس خبر ده چې له پښتنو او ټولو قبایلو سره امتیازي سلوک روان دی، که د نقیب قتل دی، دا سوسایټي د ځناورو یو سوسایټي جوړه شوې ده، موږ دا ګڼو چې د نقیب قتل ریاستي دهشتګري ده اوریاست ددغه قتل ذمه وار دی."

د کراچۍ پولیسو څو ورځې مخکې و د اوږدو ښکلیو وېښتو او ښکلې ځوانۍ دغه ۲۷ کلن ځوان نقیب الله محسود په یوېنښته کې له ۳ نورو کسانو سره یوځاي وواژه.

نقیب الله محسود
نقیب الله محسود

د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انور ـ چې د نقیب محسود د وژنې تور پرې لګږي- تر دغه نښتې وروسته ادعا وکړه چې د نقیب الله په ګډون۴ واړه وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان ترهګر و.

خو د نقیب الله محسود د کورنۍ غړیو او ملګرو بیا د راو انور اعا رد کړه، پولیس مقابله یې جعلي وبلله او بېلابېلو رسنیو ته یې وویل، نقیب له هېڅ یوې ترهګرې ډلې سره تړاو نه درلود، بلکې په کراچۍ کې یې د رخت دوکان لاره چې د روانې میاشت په لومړیو کې نامعلومو کسانو له دوکانه یووړ او څو ورځې وروسته د پولیسو له خوا ووژل شو.

پر ټولنیزو رسنیو د نقیب محسود له وژل کېدو او د هغه فیسبوک پاڼې د تصویرونو تر ښکاره کېدو وروسته تاوده بحثونه راپورته او د خلکو غوسه راوپارېده،د پولیسو مقابله جعلي وبلل شوه او پر پولیسو او د سند ایالت پر حکومت سختې نیوکې وشوې.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري چې په سند ایالت کې یې حکومت دی، تر دغو احتجاجونو وروسته د پولیسو له خوا د نقیب د وژنې د پېښې نوټس واخیست او د سیند د کورنیو چارو صوبايي وزیر سهېل انوار سیال ته یې د پلټنو امر ورکړ.

په عین حال کې بیا د عوامي نېشنل او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ځینو غړیو وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم تور پورې کړی چې نقیب الله محسود په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی دی

عمران خان پر خپلې ټویټر پاڼې په دې اړه لیکلي چې دغه ځوان د جنورۍ په ۷مه پولیسو په کراچۍ کې وړی چې بیا وروسته ایس.ایس.پي راو انوار وژلی دی.

د یادونې وړ ده چې تحریک انصاف ګوند د نقیب الله محسود د وژنې په ضد په سیند اسمبلۍ کې قرارداد هم وړاندې کړی او د پلټنو لپاره یې د عدالتي کمېسیون جوړولو غوښتنه کړې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG