د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ټرمپ د ولسمشرۍ په سل ورځو کې افغانستان ته څومره اهمیت ورکړی؟


د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ سل ورځې په پوره کېدو دي.

په متحده ایالاتو کې سل ورځې ځانګړی اهمیت لري، رسنۍ د ولسمشر د سلو ورځو د کار په اړه راپورونه خپروي.

ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مبارزې په وخت افغانستان نه‌یاداوه.

ډېر په دې باور وو چې د ده له راتګ سره به د افغانستان مسئله هېره شي.

کله چې تېر کال د نومبر د اتمې نېټې په انتخاباتو کې بریالی شو له ولسمشر اشرف غني سره‌یې په ټیلیفون لنډې خبرې وکړې خو په خپلو ویناوو کې یې د افغانستان مسئله له پامه غورځولې وه، خو کله چې ده د جنوري په ۲۰مه د لوړې مراسم ترسره کړل نېږدې درې اوونۍ وروسته‌یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

تر دې ټیلیفوني مکالمې وروسته ارګ په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې د افغانستان او متحده ایالاتو پر همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مربوطو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر د نړۍ له یو شمېر نورو ولسمشرانو سره هم خبرې کړې وې چې له دې سره بیا هم داسې فکر کېده چې د افغانستان مسئلې ته جدي پاملرنه نه‎کوي، خو نېږدې دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د افغانستان د وضعیت د معلومولو لپاره خپل استازی کابل ته لېږي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"زه جنرال مک‎مسټر افغانستان ته استوم تر څو هلته دا وڅېړي چې موږ د خپلو افغان شریکانو او د ناټو د متحدانو تر څنګ څه ډول پرمختګ کولای شو."

د ولسمشر ټرمپ دا ژمنه نېږدې اوونۍ وروسته تر دې اعلان عملي شوه او د ده د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر کابل، بیا اسلام‎اباد او تر هغه وروسته نوې ډېلي ته ولاړ.

د مک‎مسټر د دې سفر په اړه لږ جزئیات خپاره شوو، خو امریکا ته د هغه تر ستنېدو وروسته د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس کابل ته راغی.

ده د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل چې د متخصصینو یوه ډله ورسره راغلې ده تر څو د افغانستان اوسنی وضعیت وڅېړي او د حل لارې چارې ولټوي.

ښاغلی مټېس وايي:

"موږ په افغانستان کې ستونزې ارزوو. په دې هېواد کې جګړه د یوه ملت نه بلکې د ملتونو ده او ختمولو لپاره‌یې ګډ کار او هڅو ته اړتیا ده."

د امریکا د دفاع وزیر دا خبره چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانانو نه‌ده، ښایي دا مفهوم ولري چې واشنګټن کې نوې اداره د افغانستان مسئلې ته ډېر اهمیت ورکوي.

له مشکوکو ترورېستانو سره د جګړې برخه کې تر اوسه ټرمپ په عمومي ډول د داعش د ځپلو ژمنه کړې ده چې په دې ترڅ کې یې په افغانستان کې د اپرېل په ۱۳مه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش سمڅې په یوه ستر بم چې د بمونو مور ورته ویل کېږي، وویشتې.

د سیاسي چارو کتونکی نصرالله ستانکزی
د سیاسي چارو کتونکی نصرالله ستانکزی

د سیاسي چارو کتونکی نصرالله ستانکزی وایي چې دا حمله په حقیقت کې د سیمې هېوادونو ته د ډونالد ټرمپ یو خبرداری و.

ده زیاته کړه:

"په سیاسي علومو کې ویل کېږي چې په سیاست کې ډېرې خبرې نه‌کېږي بلکې پوهول کېږي فکر کوم دغه د پوهولو مسئله هم باید په ستراتیژیک لحاظ له یاده ونه‌باسو."

تمه ده چې د مې په ۲۵مه د بلجیم مرکز بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د ولسمشرانو غونډه وشي.

داسې ښکاري چې تر دې غونډې مخکې به د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر پالېسي روښانه شي.

په کابل او بغداد کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان مسئله اوس د حکومت د نوي ټیم له لوري تر بحث لاندې ده او فکر کوم په دوو اوونیو یا څه زیات وخت کې به دا بشپړه شي. زه هیله‌مند یم چې هغو ستونزو مخه ونیول شي چې د امنیت برخه کې د تېرو اتو کلونو په سیاست کې موجودې وې."

کابل او بغداد کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد
کابل او بغداد کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد

خلیل‎زاد زیاتوي چې دی هیله‌مند دی چې د ډونالد ترمپ اداره به یوازې په امنیتي برخه کې نه په اقتصادي برخه کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانانو ویلي چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو شمېر چې اته زره څلور سوه دی، زیات شي.

کابل له دې وړاندیز سره موافق دی او په ورته وخت کې له واشنګټنه دا هیله لري چې افغان ځواکونو ته پرمختللې وسلې ورکړي او ښه‌یې وروزي.

XS
SM
MD
LG