د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس افغان حکومت ته د ټرمپ پالېسي اعلانوي


د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر چې کابل ته راغلی وايي، د ملي یووالي حکومت ښه رهبري لري او د ډونالد ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي به افغان حکومت ته اعلان کړي.

جنرال جېمز مټېس د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د متخصصینو یوه ډله ورسره راغلې څو د افغانستان موجوده وضعیت او ستونزې وڅېړي او د حل لپاره‌يې په شریکه کار وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس

ښاغلي مټېس زیاته کړه:

"موږ افغانستان کې ستونزې ارزوو، په دې هېواد کې جګړه د یو ملت نه، بلکې د ملتونو ده او د ختمولو لپاره‌يې ګډ کار او هڅو ته اړتیا ده."

ښاغلي مټېس همداراز وویل چې ۲۰۱۷ میلادي کال به افغان ځواکونو ته یو ستونزمن کال وي خو دوی به د دغه ځواکونو تر خوا ولاړ وي.

نوموړي همداراز له وسله‎والو طالبانو غوښتنه وکړه چې په رښتیني ډول د سولې له پروسې سره یوځای شي.

ښاغلي مټېس روسیې ته په اشارې وویل چې دا هېواد په بېلابېلو مسایلو کې دخیل دی، خو دوی له روسیې سره خپلو ډیيلوماتیکو خبرو ته دوام ورکوي.

د ده په خبره که روسیې له وسله‎والو طالبانو سره پوځي مرسته کړې وي نو دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

له بلې‎خوا افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځيانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم د مسکو غونډې ته په اشارې وویل، هر هغه هېواد چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي امریکا يې هرکلی کوي.

ښاغلي نېکلسن پر داعش وروستۍ حمله دغې ډلې ته څرګند پیغام وګاڼه او ويې‌ویل چې دغه ډله د نړۍ لپاره ستر ګواښ او د دوی په وړاندې به خپلو حملو ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په یو نا اعلان شوي سفر د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.

د نوموړي د راتګ هدف د افغانستان د امنیتي وضعیت ارزونه او دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی دی.

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان کې له مېشتو سرتېرو سره هم کتلي دي.

تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. آر مک‌مسټر کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره‌یې کتلي و.

دا دوهم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې واک ته د ډونالد ټرمپ له رسېدو وروسته کابل ته سفر کوي.

مک‎مسټر ویلي و هغه طالبان چې سوله نه‌کوي باید ماتې ورکړل شي او پاکستان ته‌يې ویلي و چې باید د ترهګرو ډلو څخه د جنګي وسیلي په توګه استفاده ونه‎کړي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا د دفاع وزیر او افغان لوړپوړو چارواکو تر منځ د خبرو اجنډا اوږدمهاله همکاري او له ترورېزم سره پر مبارزې راڅرخېده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل:

"په دغې کتنه کې د امریکا دفاع وزیر له افغانستان سره په اوږدمهاله همکارۍ خبرې وکړې، همداراز د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیزې خبرې وشوې."

په ورته وخت کې د افغانستنان د ولسي جرګې اداري پلاوی هم افغانستان ته د ښاغلي مټېس سفر مهم بولي او د حکومت له مشرانو غواړي چې د افغانستان امنیتي وضعیت، ستونزې او د ګاونډیو هېوادونو د مداخلو په اړه د امریکا دفاع وزیر ته بشپړ معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان ته د امریکا د هر لوړپوړي چارواکي سفر ګټور تمامېږي، خو په دې شرط چې زموږ حکومت وتوانېږي واضح پیغامونه ورته ولري، څو امریکايي پلاوی د افغانستان وضعیت ښه تحلیل کړي او ټرمپ ته قناعت ورکړي."

له بل لوري د سیاسي چارو کارپو اسدالله والوالجي په دې باور دی چې د ډونالد ټرمپ اداره غواړي د افغانستان په اړه دقیق تصمیم ونیسي.

د ده په وینا د افغانستان په ختیځ کې د امنیتي وضعیت ښه‌والی او دغه‌شان په دغه هېواد کې د وسله‎والو مخالفینو ځپل د ډونالد ټرمپ د ادارې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG