د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

مسعود: ولسمشر غني زما په لیرې کېدو کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي


احمد ضیا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له دندې د لیرې کېدو په غبرګون کې وایي چې محمد اشرف غني په دې اقدام سره سیاسي بې‌ثباتۍ او کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي.

ښاغلی مسعود چې د دوشنبې په ماښام د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د فوق‌العاده استازي له څوکۍ نه لیرې شو، وايي د ملي وحدت حکومت د جوړېدو کتبي ژمنو له مخې هېڅ‎څوک نه‎شي کولای چې هغه له دندې لیرې کړي.

احمد ضیا مسعود وړاندې وویل:

"پخوانیو کتبي ژمنو ته په کتو ولسمشر هېڅ حق نه‎لري چې ما له دندې ګوښه کړي، ځکه دا یو مصلحتي حکومت و او هرې سیاسي ډلې چې انتخاباتو کې یې ګډون کړی او هغه له حکومته لیرې کېږي دا سیاسي بې‌ثباتۍ ته لاره هواروي او خدای مه‌کړه دا به یوې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي."

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په‎دې اړه له نوموړي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره مشوره نه‎ده کړې او باید دا حکم بېرته واخلي.

ښاغلی مسعود وايي، که افغان ولسمشر په خپل دغه اقدام بیا کتنه ونه‎کړي له خلکو سره له مشورې وروسته به په راتلونکو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې خپل فوق‌العاده استازی احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ماښام د یو فرمان په ترڅ کې له دندې ګوښه کړ.

احمد ضیا مسعود د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د فوق‌العاده استازي په توګه ټاکل شوی و.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې د پاتې راتلو له امله د ولسمشر له‎خوا ګوښه شوی دی.

ښاغلي مینه‎پال د احمد ضیا مسعود له څرګندونو وروسته د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا ټينګار وکړ چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې ډېر مؤثریت نه‌درلود.

خو د احمد ضیا مسعود دا څرګندونې چې ګوندې ولسمشر غني دا حق نه‎لري چې نوموړی له دندې لیرې کړي له قانوني او حقوقي پلوه څنګه دي؟

د سیاسي او حقوقي چارو کار پوه کبیر رنجبر
د سیاسي او حقوقي چارو کار پوه کبیر رنجبر

دا پوښتنه د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ځوابوي:

"له حقوقي پلوه احمد ضیا مسعود دا حق نه‎لري که هغه دا ډول څرګندونې کوي چی ولسمشر دا حق نه‎لري فکر کوم دا له حقوقي پلوه کوم اساس نه‎لري، دا اوس په یوه فرهنګ بدل شوی چې د چا ګټې له خطر سره مخامخ شي بیا د یوې کورنۍ جګړې او بلوا د پیل ګواښ کوي او ولسمشر او نظام چلېنجوي."

نوموړي همدارنګه د احمد ضیا مسعود هغه څرګندونې چې ګنې په لیرې کېدو سره به‌یې کورنۍ جګړې او سیاسي بې‌ثباتۍ ته لاره هواره شي ناسمې وبللې او وايي چې دا څرګندونې ګټه نه‌کوي.

خو د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې وايي چې له دندې د احمد ضیا مسعود د لیرې کېدو پرېکړه او دې ته ورته نور اقدامات د هېواد په ګټه نه‎دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG